یو افغان د جرمني د یسن ښار سپورټ لوبغاړی شو

Image caption عارف الله جمال له ۲۰۱۰ کال راهیسې په جرمني کې ژوند کوي.

عارف الله جمال هغه افغان کرېکټ لوبغاړی دی چې په څه باندې ۶۰۰ کسانو کې یې وکړای شول د جرمني د یسن ښار د غوره سپورت لوبغاړي سیالۍ ته لار ومومي او ویې ګټي.

'د یسن ترټولو ښه' هغه جایزه ده چې له ۵۰۰۰ یورو سره په هرو دریو کلونو کې په شپږو ټولګو کې غوره کسانو ته ورکول کېږي.

په دغو شپږو ټولګو کې چې لوبې، موسیقي، اختراع، ښوونه، هنر او مدني فعالیتونه راځي، په پای کې څلور کسان هرې ټولګې ته غوره کېږي چې په هغو کې یو د خپلې ټولګې ګټونکی کېږي.

ښاغلي جمال چې دغه سیالي څو ورځې مخکې ګټلې ده وايي " زما تمه نه وه چې دا جایزه به وګټم ځکه چې د لوبو په ټولګې کې زما پر وړاندې د لامبو وهلو د سرو زرو او سپینو زرو مډال ګټونکې یزابېله هم سیالۍ ته ولاړه وه".

ښاغلی جمال چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې د جرمني په څو ملي لوبډلو کې کرېکټ کړي، تر اوسه د فرانسوي، سوېتزرلنډي او بلجیمي لوبډلو په وړاندې لوبېدلی دی.

د انځور حقوق bb

په ۲۰۱۳ کال کې، په یوه غوراوي کې چې د ډنمارک د کرېکټ د نړیوالې شورا 'د ښه ځلېدو په مرکز' کې ترسره شو، ښاغلی جمال له ۲۷۰۰ لوبغاړو، د پنځو جرمني لوبغاړو په کتار کې ودرېد.

ورته مطالب