چيلسي د انګلستان فوټبال غوره لوبو اتله شوه

د انځور حقوق AP
Image caption له ۱۹۹۲ کال راهيسې مانچسټر يونايټېډ ۱۳ ځله، چيلسي ۴ ځله د انګلستان فوټبال غوره لوبو اتلولي ګټلې ده.

چيلسي د انګلستان فوټبال غوره ليګ کې کرېسټل پالېس ته د يوه صفر په وړاندې ماته ورکړه او د لوبو اتله شوه.

د اېډن هزرډ په ګول چيلسي وکولای شوای، يو ځل بيا د انګلستان فوټبال غوره لوبې وګټي.

چيلسي نورې دری لوبې په مخ کې لري خو هېڅ کومه لوبډله به ونشي کړای چې په نمبرو کې له چيلسي مخکې شي.

په دې لوبو کې په دوهم نمبر مانچستر سيټي دی، دوی له ۳۴ لوبو ۶۷ نمبرې لري. که مانچسټر سيټي خپلې ټولې لوبې وګټې بيا به هم ونه شي کولای له چيلسي مخکې شي.

په درېيم نمبر ارسنال دي چې پنځه لوبې په مخ کې لري، که چېرې دوی ټولې لوبې وګټي يوازې ۸۲ نمبرې به خپلې کړای شي.

له ۱۹۹۲ کال راهيسې مانچسټر يونايټېډ ۱۳ ځله، چيلسي ۴، ارسنال ۳ او مانچسټر سيټي ۲ ځله د انګلستان فوټبال غوره ليګ اتلولي ګټلې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption د اېډن هزرډ په ګول چيلسي وکولای شوای دا لوبه وګټي او د څلورم ځل لپاره د انګلستان فوټبال غوره لوبې وګټي
د انځور حقوق AFP