د انګلستان توپ وهونکی جانتن ټراټ له کرېکټ لاس په سر شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption "دا یوه سخته پرېکړه وه خو فکر مې وکړ نور د انګلستان په ټیم کې د لوبېدو وړتیا نه لرم".

د انګلستان د کرېکټ ټیم تجربه لرونکی او تکړه بیټسمین جانتن ټراټ له کرېکټه د تقاعد اعلان وکړ.

دغه ۳۴ کلن لوبغاړی له ۱۸ میاشتني ځنډ وروسته د ویسټ انډیز پر وړاندې ټیسټ لوبو کې ګډون وکړ خو په دریو لوبو کې یې یوازې ۷۲ منډې جوړې کړای شوې.

نوموړی د انګلستان او استرالیا تر منځ دودیزو ایشیز ټیسټ لوبو کې د روحي فشار د ستونزې له امله په خپله خوښه له لوبډلې وتلی و.

ټراټ د خپل تقاعد په اړه وویل: "دا یوه سخته پرېکړه وه خو فکر مې وکړ نور د انګلستان په ټیم کې د لوبېدو وړتیا نه لرم".

"نړیوال کرېکټ ته ستنېدل او لوبېدل راته د ویاړه خبره وه خو خواشینی یم چې مثبته پایله یې ور نه کړه".

جانتن ټراټ په ۵۲ ټیسټ لوبو کې ۳۸۳۵ منډې وکړې چې د خپل لوبیز ژوند په لومړۍ سیالۍ کې د ۲۰۰۹ کال ایشیز لوبو پر مهال سلیزه هم په کې شامله ده.

شننه – د بي بي سي د کرېکټ خبریال، جانتن اګنیو:

"ټراټ د تقاعد په تړاو د روحي فشار یادونه نه ده کړې چې له کبله یې دی په استرالیا کې له ایشیز لوبو وتلی و. هغه دا منلې چې له تخنیکي پلوه یې لوبه ښه نه ده".

"ده د دریمې شمېرې توپ وهونکي په توګه د انګلستان کرېکټ ټیم لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلې خو دومره نه دی ستایل شوی چې څومره لازمه وه".

نوموړي په ۲۰۱۱ کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا (آي سي سي) له خوا د کال تر ټولو غوره لوبغاړی بلل شوی و.

ټراټ وویل: "زه د هغو ټولو منندوی یم چې له ما سره یې مرسته وکړه او زه یې د انګلستان ټیم کې د لوبېدو جوګه کړم او له خپلو مینه والو هم مننه کوم چې په تېرو څو کلونو کې یې زما ملاتړ وکړ".

"په خپل لوبیز ژوند کې مې لاسته راوړنې هم لرلې او ډېر ځله پاتې هم راغلی یم".

ټراټ که څه هم کرېکټ له شل اوریزو لوبو پیل کړ خو د بیټنګ اغېز یې په ټیسټ لوبو کې څرګند شو.

ده د استرالیا پر وړاندې د ایشیز لوبو د پنځم ټیسټ په دوهم اننګز کې سلیزه ووهله او د انګلستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

نوموړي د روحي فشار له ستونزې وروسته د ویسټ انډیز پر وړاندې ټیسټ لوبو لپاره د انګلستان ټیم ته غوره شو خو د دریم توپ وهونکي په توګه نه بلکې د سر لوبغاړي په صفت.

د دغو دریو ټیسټ لوبو په یوه اننګز کې یې ۵۹ منډې وکړې خو په نورو پنځو اننګزونو کې یې یوازې ۱۳ منډې جوړې کړاې شوې چې له کبله یې ده د تقاعد پرېکړه وکړه.

ورته مطالب