د ای پي اېل ۳۹مه سيالي ممبي لوبډلې وګټه

د انځور حقوق PTI

د هندوستان دغوره ليګ په شل اورېزه سياليو ۳۹مه لوبه د ډيلي ډرېډوېلز او ممبۍ اينډينز لوبډلو ترمنځ وه.

دغه لوبه ممبي لوبډلې په پنځو وېکټو وګټله.

په دغه سيالۍ کې لومړی توپوهنه ډيلي لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې هدف وټاکه.

په ډيلي لوبډله کې يوراج سېنګ ښه لوبه وکړه او په ۴۴ بالونو يې ۵۷ مڼډې وکړې. نوموړي اووه څلورېزې او دوه شپږېزې ووهلې.

په دغه ټيم کې جې پې ډومني هم ښې منډې وکړې. هغه په ۱۹ بالونو ۲۸ رنزونه وکړل.

خو ممبۍ لوبډلې وکړای شوای ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېد په ۱۹ اور کې پوره کړي.

که څه هم ممبۍ لوبډله د لوبې په پيل کې ښه ونه ځلېده خو د سيالۍ په پای کې کېرون پولارد لوبه تيزه کړي. نوموړی د لوبې تر پای ونه سوځېد او په ۱۴ بالونو يې ۲۶ منډې وکړې.

په دغه لوبډله کې روهېت شرما ۴۶ او امباټي رايوډيو ۴۹ منډې وکړې. ممبۍ لوبډلې تر اوسه لس لوبې کړي او پنځه يې تر ګټلې دي.

په هندوستان کې د ای پي اېل د لوبو راتلونکې هغه د رويلز چلنجر بنګلور او کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې ترسره کېږي.

د دغه ټورنمېنټ لوبې به شل ورځې نورې هم روانې وي. په دغه لوبو کې، چې هر کال يوځل کېږي، اته لوبډلې لوبه کوي. دې لوبو د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ګڼ شمېر مينه وال پيدا کړې دي.

ورته مطالب