فلويډ مې وېدر وايي "له پکيو سره بيا مسابقه نه کوم"

د انځور حقوق Getty
Image caption دا لوبه د سوک وهنې په تاريخ کې تر ټولو قېمتي لوبه وه چې چې نژدې ۴۰۰ ميليون ډالره عايد يې درلود

د امريکا مشهور سوک وهونکی فلويډ مې وېدر وايي نه غواړي له فليپيني پکيو سره مسابقه وکړي او پکيو يې "ډارن" وباله.

مې وېدر د سوک وهنې تر ټولو قېمتې مسابقې له ګټلو وروسته وايي، راتلونکې لوبې ته تيار يم.

مې وېدر وايي د پکيو له ماتې وروسته پلمې جوړولو خپه کړی دی. دی وايي د مسابقې په وخت کې دا نه ښکارېده چې پکيو دې ټپي وي ځکه چې دواړه لاسونه يې په تېزی سره چلېدل.

له لوبې بايللو وروسته مني پکيو وويل چې لاس يې ټپي و ځکه يې ښه لوبه ونشوای کړای، دی وايي له مسابقې وروسته يې د لاس عمليات ترسره کړي دي.

ويل کېږي تر هغه چې روغتيا يې ښه شي او بيا لوبېدو ته تيار شي يو کال وخت ته اړتيا لري.

دا د سوک وهنې په تاريخ کې تر ټولو قېمتي لوبه وه چې شاوخوا ۴۰۰ ميليون ډالره عايد يې درلود.

دواړو لوبغاړو په شريکه ۲۳۰ ميليون ډالر ترلاسه کړي وو.

د بريتانيا سوک وهونکی عامر خان وايي غواړم له مې وېدر سره لوبه وکړم. د مې وېدر پلار فلويډ مې وېدر وایي چې زوی يې بايد خپله اخرينۍ لوبه له عامر خان سره وکړي.

عامر خان ويلي وو د رژوې له کبله به ونشي کړای په سپټمبر مياشت کې له مې وېدر سره لوبه وکړي خو وروسته يې خبل دريځ بدل کړ.

د روانې مياشتې په ۲۹ تاريخ عامر خان له کرېس الجيرا سره مسابقه لري، که چېرې عامر خان دا لوبه وګټي، کېدای شي په سپټمبر کې به له مې وېدر سره لوبه وکړي.

ورته مطالب