په آی پي اېل کې ۴۸ لوبه حيدر آباد لوبډلې وګټله

د انځور حقوق mumbai Indians PR Team

د هندوستان په غوره ليګ کرېکټ سياليو کې ۴۸ لوبه د کېنګز اېلېون پنجاب او سنرايزر حيدر آباد لوبډلو ترمنځ په حيدر آباد لوبغالي وشوه.

دغه سيالي حيدر آباد لوبډلې په پنځو منډو وګټله.

هندوستان کې حفیظ الله معروف پخپل راپور کې وايي، ددې لوبې لومړی توپوهنه سنرايزر حيدر اباد لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې هدف وټاکه.

په حيدر آباد لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې ډېوېډ ورانر وکړې. نوموړي په ۵۲ بالونو ۸۱ رنزونه وکړل. وارنر پنځه شپږېزې او اووه څلورېزې ووهلې.

د پنجاب لوبډلې توپوهنه هم په زړه پورې وه خو ټاکل شوی هدف يې پوره نه شوای کړی. دغې لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې او لوبه يې بايلوده.

په دې لوبډله کې ډېوېډ مېلر ښه لوبه وکړه او ۴۴ منډو ۸۹ مڼډې وکړې. نوموړی چې د لوبې تر پايه ونه سوځېد، نهه شپږېزې او دوه څلورېزې ووهلې.

پنجاب لوبډلې تر اوسه ۱۲ لوبې کړي او ايله يې دوه ترې ګټلې دي. دغه ټيم له ټولو لوبډلو وروسته دی.

په هندوستان کې د آی پي اېل د لوبو بله سيالي د چنای سوپرکېنګز او ډيلي ډرېډوېلز لوبډلو ترمنځ کېږي. چنای تر اوسه له ټولو لوبډلو مخکې ده او ډېرې لوبې يې ګټلې دي.

د آی پي اېل لوبې به د روانې مې تر ۲۴ دوام وکړي، چې اته لوبډلې پکې ۶۰ سيالۍ کوي. دغه ټورنمېنټ په نړۍ کې ډېر مينه وال موندلي دي او د بېلابېلو هېوادونو ځينې وتلي لوبغاړي پکې لوبېږي.

ورته مطالب