په ای پې اېل کې چنای لوبډله منځلوبې ته ووته

د انځور حقوق bbc
Image caption چنايي په دې ټورنمېنټ کې تر اوسه ۱۴ لوبې کړي او ۹ يې ترې ګټلې دي

د هندوستان کرېکټ د غوره ليګ (اې پې اېل) سياليو په ۵۳ لوبه کې چنای سوپر کېنګز لوبډلې کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې ټورنمېنټ منځلوبې( کواټر فاينل) ته ووتله.

په دې لوبه کې لومړی توپوهنه پنجاب وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۳۰ منډې هدف وټاکه.

په دې ټيم کې ډېرې منډې هندي لوبغاړي اکسر پټېل وکړې. هغه په ۲۹ بالونو ۳۲ منډې جوړې کړې.

چنای لوبډله چې له پياوړو ټيمونو بلل کېږي، ټاکل شوی هدف په اساني پوره کړ او لوبه يې خپله کړه.

چنای په ۱۶ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو دغه منډې پوره کړې او په اوو وېکټو يې پنجاب لوبډله ماته کړه.

چنايي په دې ټورنمېنټ کې تر اوسه ۱۴ لوبې کړي او ۹ يې ترې ګټلې دي.

پنجاب لوبډلې هم ۱۴ سيالۍ کړي خو اېله درۍ يې ګټلې دي. دغه لوبډله د دې ټورنمېنټ نورو سياليو ووته.

د ای پې اېل په ۵۴ سيالۍ کې بيا راجستان رويلز لوبډلې کلکته نايټ رايډرز لوبې ته په نهو منډو ماتې ورکړه.

راجستان په ټاکل شويو اورونو کې ۱۹۹ منډې هدف ټاکلی وه خو کلکتې دغه هدف پوره نه شوای کړی او لوبه يې بايلوده.

راجستان اوس دويم ځای لري. په دې لوبډله کې شېن واټسن په زړه پورې لوبه وکړه. هغه په ۵۹ بالونو ۱۰۴ منډې وکړې او د لوبې تر پايه ونه سوځېده.

کلکته تېر کال د ای پې اېل لوبو اتله وه خو سږ کال يې له دغې اتلولۍ دفاع ونه شوای کړی.

د هندوستان د غوره ليګ راتلونکې لوبه د ډيلي ډېرډېولز او رويل چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دغه لوبې به يوه اوونۍ نورې هم روانې وي.

ورته مطالب