د ډېوېډ مېلر شپږيزې ای پي اېل کې پوليس ړوند کړ

د انځور حقوق Reuters

هند کې د اي پي اېل لوبو پر مهال يو پوليس د جنوبي افريقا د ډېوډ مېلر د شپږيزې توپ لګېدو له کبله يوه سترګه له لاسه ورکړه.

۵۳ کلن الوکي ايچ د کلکتې نايټ رايډرز او د کېنګز اېلېون پنجاب تر منځ لوبه کې په ښۍ سترګه ولګېد.

مېلر وويل "دا پېښه او نتيجه يې ډارونکې وه"

کاش چې دا رښتيا نه وای، "زه د ښاغلي اېچ څخه د دې زيان په اړه بښنه غواړم او هيله لرم چې بېرته ژر ښه شي"

د ايچ زوی وويل د کلکتې پوليسو يې د پلار روغتيايي لګښت پر غاړه اخيستی دی، ده زياته کړه کېدای شي ددې پېښې له کبله يې پلار دنده له لاسه وکړي. دی په يوازې ځان خپله کورنۍ ساتي.

زوي يې انډين اېکسپرېس اخبار ته وويلي "زه نه پوهېږم چې څه به پېښ شي، زه فکر نه کوم چې په يوه سترګه به مې پلار بيا موټر وچلولی شي"

ډېوېډ مېلر په ۱۱ توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې وي او ټيم يې په يوه منډه لوبه ګټلې وه.