په آی پي اېل کرېکټ کې ۵۲ لوبه چلنجر وګټله

د انځور حقوق pti
Image caption د آی پي اېل د لوبو بله هغه د چنای او پنجاب لوبډلو ترمنځ ده. چنای لوبډله تر اوسه د ټولو لوبډلو په سر کې ده.

د هندوستان د کرېکټ په غوره ليګ (آی پي اېل) سياليو کې ۵۲ لوبه د سنرايزر حيدرا باد او رويل چنلجر بنګلور لوبډلو ترمنځ په حيدراباد کې وشوه.

دغه لوبه له يوې سختې سيالۍ وروسته چلنجر لوبډلې په شپږو وېکټو وګټله. چلنجر له دې بريا سره اوس دويم ځای خپل کړ.

لومړی توپوهنه حيدراباد لوبډلې پيل کړه خو کله چې يوولسم اور ته ورسېدل، باران شروع شو او لوبه وځنډېده. پرېکړه پر دې وشوه چې د شپږو اورونو لپاره چلنجلر لوبډلې ته ۸۱ منډې هدف وټاکل شي. که څه هم حيدر اباد لوبډلې په ۱۱ اورنو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې کړې و.

په حيدرا اباد لوبډله کې تر ټولو ډېر رنزونه موسېس هېنرېکوېس وکړل. هغه په ۲۲ بالونو ۵۵ منډې وکړې چې څلور شپږېزې او پنځه څلورېزې پکې وې.

دارنګه ډېوېډ وارنر هم ښه لوبه وکړه او په ۳۲ بالونو يې ۵۲ منډې وکړې او د لوبې تر پايه ونه سوځېد.

خو په چلنجر لوبډله کې دوو لوبغاړو ، کرېس ګېل او وېرات کوهلي، د دغه هدف له پوره کېدو سره بشپړه مرسته وکړه.

چلنجلر د پنځم اور په پنځم بال دغه هدف پوره کړ او لوبه يې خپله کړه. کرېس ګېل په لسو بالونو ۳۵ او وېرات کوهلي په ۱۹ بالونو ۴۴ منډې وکړې.

که څه هم د سيالۍ له پيل لږ وروسته لوبه د حيدر اباد په ګټه ښکارېده خو د وېرات کوهلي وروستۍ شپږیزو د دې لوبډلې بريا په برخه کړه.

نوموړی چې د دې لوبډلې کيپتان هم دی، د دغې سيالۍ غوره لوبغاړی وبلل شو.

د آی پي اېل د لوبو بله هغه د چنای او پنجاب لوبډلو ترمنځ ده. چنای لوبډله تر اوسه د ټولو لوبډلو په سر کې ده.

دغه سيالۍ به يوه اوونۍ نورې هم روانې وي.

ورته مطالب