ای سي سي د کرېکټ لوبو لپاره پاکستان ته څارونکي نه استوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاکستان به د زمبابوې پر وړاندې لوبو کې له خپلو ځاي څارونکو کار اخلي

د کرېکټ نړيواله شورا (ICC) وايي پاکستان کې د خراب امنيت له کبله به خپل څارونکي د زمبابوې او پاکستان تر منځ لوبو لپاره و نه لېږي.

د کرېکټ نړيوالې ټولنې دا پرېکړه په پاکستان کې د خراب امنيتي حالت له کبله کړې ده.

د تېر اپرېل په مياشت کې د کرېکټ نړيوالې ټولنې په غونډه کې فيصله شوې وه که چېرې پاکستان کې امنيتي حالات خراب وو، دوی به د لوبو لپاره خپل څارونکي وانه ستوي.

پاکستان به د زمبابوې پر وړاندې لوبو کې له خپلو ځاي څارونکو کار اخلي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دواړو هېوادونو تر منځ د لوبو د پيلېدو رسمي اعلان کړی دی.

ويل کېږي د پاکستان او زمبامبوې تر منځ د لوبو څارونکی به اظهر خان وي.

د فرانسې خبري اژانس په وينا ۲۰۰۹ کال کې ۴۰ کلن احس رضا د سريلانکا لوبډلې په بريد کې د ټپي کېدو له کبله شپږ مياشتې په روغتون کې بستر و.

د زمبابوي لوبډله به د سې شنبې پر ورځ پاکستان ته ورسېږي، دوی به هلته دوه شل اوريزې او دری يوه ورځنۍ لوبې کوي. دا لوبې به د مۍ پر ۲۲ نېټه پيل کېږي.

له ۲۰۰۹ کال راهيسې د سريلانکا پر لوبډلې له بريد وروسته به دا ټېسټ لوبو لومړۍ لوبډله وي چې پاکستان ته سفر کوي.

بل خوا لاهور کې د زمباموي لوبډلې لپاره امنيتي حالات ټينګ شوي دي.

د شنبې پر ورځ پوليسو له هوايي ډګر د لوبې تر ځای يعنې قذافي لوبغالي پورې د لارې کتنه وکړه. ويل کېږي لوبغالي ته نژدي رستورانتونه او د کاروبار ځايونه به د دوو اوونيو لپاره وتړل شي.