بریتانوي لوبغاړو د فرانسې ټینس سیالیو وروستي پړاو ته لار ومونده

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شل کلن ایډمنډ خپل ۳۳ کلن سیال هنیسکو ته په خورا اسانۍ ماته ورکړه.

د بریتانیې ټینس لوبغاړو کایل ایډمنډ او جو کونټا د فرانسې د ټینس پرانیستې سیالیو وروستي پړاو ته لار موندلې ده.

ایډمنډ چې اوسمهال په کور دننه درجه بندیو کې څلورم مقام لري، د رومانیا وېکټر هنیسکو ته ۶-۱ او ۶-۲ ماته ورکړه.

او د بریتانیې د ټینس درجه بندیو دوهمې لوبغاړې کونټا د روسیې د اوومې درجې لوبغاړې الیزاویتا کولیچکوفا پر وړاندې خپله سیالي ۷-۶ او ۶-۳ وګټله.

شل کلن ایډمنډ خپل ۳۳ کلن سیال هنیسکو ته په خورا اسانۍ ماته ورکړه.

هنیسکو هغه لوبغاړی دی چې ۱۰ کاله مخکې یې پاریس کې تکړه لوبغاړي راجرر فډیرر ته په منځلوبه کې ماته منلې وه.

بریتانوي ایډمنډ یوازې په ۶۷ دقیقو کې لوبه وګټله. نوموړي وویل: "ډېر ښه احساس مې کاوه".

"د لوبې پر مهال ما خپل سیال ته درناوی درلود. هغه له ډېره وخته لوبه کوي، تجربه یې له ما ډېره ده او دغه لوبغالي کې یو وار منځلوبې ته هم وتلی و، نو څرګنده ده چې ښه لوبه کولی شي".

دغه راز ایډمنډ د روان کال په پیل کې د استرالیا ټینس پرانیستو سیالیو ته هم لار موندلې وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۲۴ کلنې کونټا خپلې تکړه سیالې کولیچکوفا ته په زړه پورې ماته ورکړه.

نوموړي وویل: "زه هره ورځ هڅه کوم خپله لوبه لا ښه کړم. پام مې یوازې پر روانو سیالیو نه دی، زه د راتلونکي شپږو میاشتو او یو کال په اړه فکر کوم. لوبغاړی تل غواړي چې لا پیاوړی شي او زه هم په همدې هڅه کې یم".

بل خوا ۲۴ کلنې کونټا خپلې تکړه سیالې کولیچکوفا ته په زړه پورې ماته ورکړه.

دې وویل: "زه له دې بریا وروسته ډېره خوښه یم." کونټا تېر کال د دغو لوبو په وروستي پړاو کې پاتې راغلې وه.

نوموړې وویل: "زه کوښښ کوم ډېر لرې فکر و نه کړم، زه غواړم په یو وخت یوازې د یوې سیالۍ په اړه فکر وکړم، او دا وګورم چې د لوبې په مختلفو حالاتو کې زما غبرګون څنګه دی".

کونټا به راتلونکې سیالۍ کې د فرانسې له کلاتیډ ډي برنارډي چې د نړۍ درجه بندیو کې ۳۱۵ مقام لري، مخامخېږي.

ورته مطالب