د سريلانکا ښځينه کرېکټ لوبغاړې او جنسي اړيکي

د انځور حقوق REUTERS
Image caption دغه پلټنې وروسته له هغو راپورونو پيل شوې چې يوه ښځينه لوبغاړې د کرېکټ له چارواکو سره د جنسي اړيکو نيولو د انکار له امله له لوبډلې ووېستل شوه

د سريلانکا د سپورت وزارت وايي په لوبډله کې د پاتې کېدو او خپل ځای ساتلو لپاره د دغه هېواد ښځينه کرېکټ لوبغاړې جنسي اړيکو نيولو ته اړ کړای شوې دي.

وزارت وايي دا شواهد په هغې پلټنې کې موندل شوي، چې تېر کال د لوبغاړو د جنسي ازار په موخه پيل شوې وې.

دغه پلټنې وروسته له هغو راپورونو پيل شوې چې يوه ښځينه لوبغاړې د کرېکټ له چارواکو سره د جنسي اړيکو نيولو د انکار له امله له لوبډلې ووېستل شوه.

د سپورت وزارت پرته له دې چې په دغه قضيه کې د ښکېلو کسانو نوم واخلي وايي، چې د پېښې په اړه به عملي ګامونه پورته شي.

د سريلانکا د حکومت يوه وزير د فرانسې خبري اژانس ته په خبرو کې دا د ''شرم وړ پېښه'' بللې ده.

دا لا روښانه، نه ده چې تيري کوونکو ته به څه ډول سزا ورکړای شي.

ورته مطالب