ممبی لوبډله د هندوستان د اي پې اېل لوبو اتله شوه

د انځور حقوق pti
Image caption په پای لوبه کې ممبۍ له چنای سوپرکېنګز لوبډلې سره په کولکته لوبغالي کې لوبه کوله او په اسانۍ يې ماتې ورکړه

د هندوستان کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د غوره ليګ (اي پې اېل) سيالو پايلوبه ممبۍ اينډينز لوبډلې وګټله او د دغه ټورنمېنټ جام يې خپل کړ.

ممبی لوبډلې پای لوبه په ۴۱ منډو وګټله.

په پای لوبه کې ممبی له چنای سوپرکېنګز لوبډلې سره په کولکته لوبغالي کې لوبه کوله او په اسانۍ يې ماتې ورکړه.

د دې سيالۍ پچه چنای وګټله خو ممبی ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. که څه د سيالۍ په لومړي اور کې ممبی لوبډلې يوه مهمه وېکټه له لاسه ورکړه خو نوره لوبه يې خورا په زړه پورې مخ ته بوتله.

دغې لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېد ۲۰۲ منډو هدف چنای ته وټاکه. د لوبې له پيله د ممبۍ لوبغاړو خورا چټکه لوبه کوله او د سيالې لوبډلې بالران يې تر سخت فشاران لاندې راوستي وو.

په ممبی کې تر ټولو ډېرې منډې لېنډل سېمن وکړې. هغه په ۴۵ بالونو ۶۸ منډې وکړې چې درې شپږېزې او اته څلورېزې په کې شاملې وې.

دا رنګه د دې لوبډلې کېپټان روحېت شرما هم ښه لوبه وکړه او ۲۶ بالونو يې ۵۰ رنزونه وکړل.

د انځور حقوق PTI
Image caption ممبۍ لوبډلې پای لوبه په ۴۱ منډو وګټله

چنايي، چې له پياوړو لوبډلو بلل کېږي، ټاکل شوی هدف يې پوره نه کړ.

دغې لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله.

په چنای لوبډله کې ډاېن سمېت ښې منډې وکړې. هغه په ۴۸ بالونو ۵۷ منډې وکړې. چنای د ۲۰۱۵ کال په ټورنمېنټ کې ټولو ډېرې سيالۍ ګټلې دي.

د دې سيالۍ غوره لوبغاړی سېمن وبلل شو. د اې پې اېل په سږنيو لوبو کې اتو لوبډلو ۶۰ سيالۍ وکړې چې شاوخوا يوه نيمه مياشت روانې وې. دغه لوبې هر کال يو ځل کېږې چې ګڼ مينه وال لري.