کرېکټ: لومړۍ ټېسټ لوبه انګلستان وګټله

Image caption انګلستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نیوزیلنډ ته په ۱۲۴ منډو ماته ورکړه.

د انګلستان او نیوزیلنډ د کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځه ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه کې انګلستان په وروستیو شېبو کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

دواړو لوبډلو خورا په زړه پورې لوبه وکړه او همدا لامل و چې لوبه د پنځمې ورځې وروستیو اورونو ته وغځېدله.

د لوبې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او انګلستان ته یې د لومړي بیټېنګ بلنه ورکړه.

انګلستان په خپل لومړي وار کې له خراب پیل وروسته وتوانېد چې ۳۸۹ منډې وکړي.

د انګلستان په توپ وهونکو کې رووټ او سټوکس تر نورو ښه وځلېدل او دواړو په ګډه د ۱۶۰ منډو ملګرتیا وکړه.

نیوزیلنډ بیا په خپل وار کې ۵۲۳ منډې وکړې او انګلستان یې ۱۳۴ منډې پوره وړی شو.

د نیوزیلنډ په توپ وهونکو کې وېلیمسن سلیزه پوره کړه او ۱۳۲ منډې یې وکړې.

د انګلستان لپاره په لومړي وار کې براډ، مارک ووډ او معین علي درې درې لوبغاړي وسوځول.

انګلستان په خپل دویم وار کې د کپتان الېسټر کوک د په زړه پورې لوبې پر سر وتوانېد چې ۴۷۸ منډې جوړې کړي.

پر کوک سربېره سټوکس یو وار بیا ښه وځلېد او سلیزه یې پوره کړه.

نیوزیلنډ ته د لوبې په پنځمه ورځ د ۳۳۴ منډو هدف وټاکل شو.

د هدف پوره کولو لپاره نیوزیلنډ ۷۹ اورونه لرل.

د انګلستان توپ وهونکو خورا ښکلې لوبه وکړه او د نیوزیلنډ ټول لوبغاړي یې په ۲۲۰ منډو وسوځول.

تېز توپ اچوونکي براډ دوه او سټوکس درې لوبغاړي وسوځول.

ورته مطالب