ټرېور بیلېس د انګلستان د کرېکټ لوبډلې نوی روزونکی شو

د انځور حقوق AFP
Image caption ټرېور بیلېس له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۱ کاله پورې د سریلنکا د ملي لوبډلې روزونکی پاتې شوی.

د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ ټرېور بیلېس د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی ټاکلی.

دا لومړی ځل دی چې کوم اسټرالیایی د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلي د سر روزونکی ټاکل شوی.

۵۲ کلن بیلېس د نیو ساوت ویلز د لوبډلې روزونکی و او د پیټر مورز ځای ناستی به وي.

ښاغلی مورز څو اونۍ وړاندې د روزونکي له دندې شړل شوی و.

ټرېور بیلېس له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۱ کاله پورې د سریلنکا د ملي لوبډلې روزونکی پاتې شوی. نوموړي په ۲۰۱۱م کال کې د سریلنکا لوبډله تر پایلوبې ورسوله.

په ۲۰۱۴م کال کې بیلېس د لنډې مودې لپاره د اسټرالیا روزونکی وټاکل شو.

د دې تر څنګ نوموړی د انګلستان د غوره لیګ لوبډلې کوکلته نایټ رایډرز روزونکی هم پاتې شوی.

نوموړې له ټاکل کېدو وروسته وویل

"دا د ځان لپاره لوی ویاړ ګڼم چې د انګلستان د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی یم، زه باور لرم چې د انګلستان لوبډله روښانه راتلونکې لري"

ښاغلی بیلېس به د جون میاشتې له پیل راهیسې خپله دنده پیلوي.

انګلستان په جولای میاشت کې له اسټرالیا سره د اشېز سیالۍ لري او دغو سیالیو ته د چمتووالي لپاره به نوی روزونکی ټرېور بیلېس نژدې یوه میاشت وخت ولري.

د انګلستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر انډریو سټراس وویل

"ټرېور بیلېس د دغې دندې لپاره تر ټولو وړ او سم کس و. نوموړی د نړیوال او کورني کرېکټ خورا ډېره تجربه لري او دا به زموږ لپاره ډېره ګټوره وي ځکه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې موږ دریو لویو اتلولیو ته چمتووالی نیسو"

ورته مطالب