ټېنېس: د فرانس د پرانېستو سیالیو دویم پړاو

د انځور حقوق Reuters
Image caption ماریا شراپووا په دویم پړاو کې خپلې روسۍ سیالې وایټالیا ډيچېنکو ته ماتې ورکړه.

راجر فیډرر، ماریا شراپووا، نوواک جاکووېچ، انډي مری او هېدر وټسن د فرانس د ټېنېس پرانېستو سیالیو دویم پړاو ته وتلي.

بریتانوی انډي مری به نن د پرتګال جوا سوسا سره سیالي کوي او هېدر وټسن به د امریکا وتلې لوبغاړې سلون سټېفېنز سره مخامخ وي.

د بریتانیا بل لوبغاړی کایل اېډمنډ له لوبې وړاندې د ټپ له امله له سیالیو لاس په سر شو.

په نړیواله کچه د ټېنېس لومړی نمبر لوبغاړی نوواک جاکووېچ، نهه ځله د فرانسې د پرانېستو سیالیو اتل رفایل نډال او د دغو سیالیو دوه ځله امریکايۍ اتله سیرینا ویلیمز هم نن (می ۲۸) خپلې سیالۍ کوي.

جاکووېچ د لوکسامبورګ له جایلز مولر سره لوبه لري.

نډال له خپل اسپانوي سیال نېکولس الماګرو سره مخامخ دی او سیرینا ویلیمز بیا د جرمني انا لینا فریډسم سره خپل بخت ازمايي.

بریتانوی انډي مری تر دې وړاندې پنځه ځل له جوا سوسا سره سیالي کړی او ټولې لوبې یې ګټلي.

په نننۍ لوبه کې هم مری لاسبری بلل کېږي.

هېدر وټسن هم تر دې وړاندې له خپلې سیالې سټېفنز سره څلور لوبې کړي او یوه یې هم نه ده بایللې.

ورته مطالب