"هیله ده د اپریدي لوبه به اسیايي ولسونه را مات کړي"

د انځور حقوق AFP
Image caption شاهد اپریدی دلته په بریتانیا کې هم خورا ډېر مینه وال لري.

د انګلستان د کاونټي کرېکټ لوبډلې نارتنټ ویلي تمه لري چې لوبډله کې به یې د شاهد اپریدي شتون د سیمې اسیايي ولسونه د لوبې لیدو ته رامات کړي.

د پاکستان د کرېکټ تکړه لوبغاړی شاهد اپریدی به د نارتنټ لوبډلې لپاره پنځه نورې شل اوره لوبې هم وکړي.

شاهد اپریدی تر دې وړاندې د انګلستان کاونټي کرېکټ د نورو لوبډلو کېنټ، همپشایر او لېسټر شایر لپاره هم لوبېدلی.

د انګلستان په نارتمټهن شایر سیمه کې شاوخوا ۱۹۰۰۰ جنوب اسیایي نژاده وګړي اوسي او د نارتنټ کپتان الېکس واکلي په دې باور دی چې لوبډلې یې باید دغو ولسونو ته ځان ورسوي او له دوی د کرېکټ با استعداده لوبغاړو راجلب کړي.

شاهد اپریدي په دې اړه وویل

"دا زما لپاره اړینه ده چې د سیمې له جنوب اسیايي نژاده وګړو سره خبرې وکړم، کرېکټ ته یې وهڅوم او د دغې لوبې په ارزښت ورسره وغږېږم"

شاهد اپریدی دلته په بریتانیا کې هم خورا ډېر مینه وال لري.

د نارتنټ لوبډله هیله لري چې د لوبې لیدو ته به یې ډېر مینه وال راشي.

شاهد اپریدی د کرېکټ د یو ورځنیو نړیوالو اتلولیو راپدېخوا د دغې لوبې له یو ورځنیو او پنځه ورځنیو سیالیو لاس په سر شو.

دی لا هم په شل اوره لوبو کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېږي.

ورته مطالب