د "فیفا" مشرۍ ته سپ بلاټر او شهزاده حسین ولاړ دي

د انځور حقوق PA
Image caption ۷۹ کلن سپ بلاټر او ۳۹ کلن شهزاده علي د فیفا مشرۍ ته ولاړ دي. دواړه له رای اچولو مخکې پنځلس دقیقې د خبرو لپاره لري.

د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" د مشر ټاکلو لپاره د جمعې په ورځ د سویټرزلینډ په سوریخ ښار کې رایې اچونه پیل شوه.

دا رای اچونه داسې مهال کېږي، چې ددغه فدراسیون په مالي فساد کې د ځینو تورنو چارواکو د دوسیو څېړل دوام لري.

د فیفا ۲۰۹ غړي په دغو ټاکنو کې ګډون لري. د فیفا اوسنی مشر سپ بلاټر غواړي د پنځم پرله پسې ځل لپاره د دغه فدراسیون مشر شي، خو په مقابل کې یې اردنی شهزاده علي بن حسین ټینګې ټاکنیزې مبارزې ته ولاړ دی.

ښاغلی بلاټر په تېرو څلورو پړاوونو کې د فیفا پرله پسې مشر پاتې شوی.

د امریکا د عدلیې وزارت له خوا د فیفا د ۹ لوړپوړو مشرانو پر ضد دوسیې او د دغه فدراسیون د اوو چارواکو نیونې د سپ بلاټر کار ګران کړی دی.

ښاغلی بلاټر په دې اند دی، چې دې موضوع د فوټبال فدراسیون لپاره لوی شرم دی.

دی وايي، دومره توان یې نه درلود، چې تر لاس لاندې ټول چارواکي وڅاري، خو نه غواړي چې د فوټبال حیثیت تر پښو لاندې شي.

۷۹ کلن سپ بلاټر او ۳۹ کلن شهزاده علي د فیفا مشرۍ ته ولاړ دي. دواړه له رای اچولو مخکې پنځلس دقیقې د خبرو لپاره لري.

په دې ټاکنو کې د بریا لپاره ۱۴۰ رایې اړینې دي. که چېرې هېڅ کوم کاندید دغه رایې ترلاسه نه شي کړای، ټاکنې دویم پړاو ته غځېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اروپا د فوټبال اتحادیې مشر ويلي، زیاتره اروپايي غړي علي بن حسین ته رایې ورکوي.

سپ بلاټر د آسیا، امریکا او افریقا د فوټبال فدراسیونونو په منځ کې ډېر مینه وال لري.

خو د اروپا د فوټبال د اتحادیې (یوفا) مشر میشل پلاتیني وايي، له سپ بلاتر یې غوښتي چې استعفا وکړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption سپ بلاټر څلور پرله پسې پړاوه د فیفا مشر پاتې شوی

ښاغلي پلاتیني ویلي، زیاتره اروپايي غړي علي بن حسین ته رایې ورکوي.

اټکل دی، چې په سویټزرلینډ کې د فیفا نیول شوي مشران امریکا ته واستول شي. د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، د فیفا دغه نیول شوي چارواکي په نړیواله کچه په فساد ککړ دي.

د فیفا ۱۱ چارواکي په فساد کې ککړ ګڼل شوي، چې ۷ یې د تېرې چارشنبې په ورځ په زوریخ ښار کې ونیول شول، خو د فیفا مرستیال مشر جاک ورنر په ترینیداد کې پولیسو ته ځان وسپاره.

د امریکا لویې څارنوالې لورتیا لینچ وویل، د فیفا ځینې اجراییوي مشران د بډو اخیستو لپاره له خپلو څوکیو ګټه اخیستې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا د عدلیې وزارت له خوا د فیفا د ۹ لوړپوړو مشرانو پر ضد دوسیې او د دغه فدراسیون د اوو چارواکو نیونې د سپ بلاټر کار ګران کړی دی.

ورته مطالب