عامر خان: غواړم له مې وېدر سره لوبه وکړم

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عامر خان چې د سپک وزن اتلوالي دوه ځله کټلې ده، له امريکايي کرېس الجيرا سره په نيويارک کې په زړه پورې لوبه لرله

د بريتانيا مشهور سوک وهونکي عامر خان د تېرې جمعې پر ورځ له امريکايي کرېس الجيرا سره تر لوبې ګټلو وروسته وويل غواړي له مې وېدر سره لوبه وکړي.

عامر خان وويل له مشهور سوک وهونکي مې وېدر سره لوبې ته تيار يم.

ده زياه کړه "اوس عامر خان غواړي له مې وېدر سره لوبه وکړي" دی وايي زه د نړي تر ټولو غوره چلېنج ورکوونکی يم او دی اتل دی"

عامر خان چې د سپک وزن اتلوالي دوه ځله کټلې ده، له امريکايي کرېس الجيرا سره په نيويارک کې په زړه پورې لوبه لرله.

عامر خان ويلي وو "دی راغلی و چې مسابقه وکړي او لوبه وګټي، ده خپل ځايي مينه وال هم لرل خو زه دلته یوازې د ګټلو لپاره راغلی وم"

تېره مياشت د سوک وهنې تر ټولو مشهوره مسابقه کې مې ويدر، مني پکيو ته ماته ورکړه.

دغه لوبه په ټوله نړۍ کې د رسنيو د سر خبر ګرځېدلی و، چې د"پېړۍ لوبه" يې بللې وه او د کتلو لپاره په لسګونو زره کسان ورغلي وو.

مې وېدر تر اوسه ۴۸ سيالۍ ګټلې دي.

د انځور حقوق bbc
Image caption دغه لوبه په ټوله نړۍ کې د رسنيو د سر خبر ګرځېدلی و، چې د"پېړۍ لوبه" يې بللې وه او د کتلو لپاره په لسګونو زره کسان ورغلي وو

عامر خان وړاندې ويلي وو چې د روژې له کبله به ونشي کړای په سپټمبر مياشت کې له مې وېدر سره لوبه وکړي خو وروسته يې خپل دريځ بدل کړ. ده ويلي وو، مې وېدر زيات وخت سپټمبر مياشت کې لوبه کوي او سږ کال روژه مخکې ده.

۲۸ کلن عامر خان ويلي وو تر هغو به له مې وېدر سره لوبه و نه کړم چې له کرېس الجيرا لوبه ونه ګټم.

اوس مهال داسې ښکاري چې د نړۍ دواړه مشهور لوبغاړي به په سپټمبر مياشت کې د سوک وهنې مسابقه ترسره کړي.

۳۸ کلن مې ويدر به خپله وروستۍ لوبه سپټمبر مياشت کې ترسره کوي. ده وړاندې له عامر خان سره کتنه لرله او ويلي يې وو غواړی د ارجنټاين له مارکوس ميډنا سره لوبه وکړي.

ورته مطالب