فیفا سیپ بلاټر د مشر په توګه وټاکه

د انځور حقوق AFP
Image caption بلاټر له هغو ټولو مننه وکړه، چې ده او ابن الحسین ته یې رایې ورکړې

د فوټبال نړیوال سازمان ' فیفا ' چې دا وروستیو کې پرې د فساد تورونو سیوری غوړېدلی، د پنځم ځل لپاره سیپ بلاټر د دغې ادارې مشر په توګه ټاکلی دی.

د بلاټر سیال د اردن شاهزاده علي ابن الحسین و، چې د ټاکنو دویم پړاو کې له سیالۍ لاس پرسر شو.

بلاټر ته د بریا لپاره اووه رایې پکار وې، چې ښاغلي حسین له سیالي لاس واخیست.

له بریا وروسته ښاغلي بلاټر له هغو ټولو مننه وکړه، چې ده او ابن الحسین ته یې رایې ورکړې.

د هغه په وینا:

' زه کامل نه یم، هېڅوک بشپړ نه دی، خو زه په دې باوري یم چې موږ په شریکه چارې په ښه توګه پر مخ بیولای شو.'

له دې مخکې د فیفا له ټولو ۲۰۹ غړو نه ۱۳۳ یې د اوسني مشر سیپ بلاټر په اړه د باور څرګندونه وکړه.

د سویټزرلنډ په زیوریچ ښار کې د جمعې په ورځ له دواړو نه یو کاندید هم و نه توانید د بریا لپاره ټاکلې رایې تر لاسه کړي او له همدې کبله رایې کاروونه دویم پړاو ته وغځېده.

دغه ټاکنه داسې مهال کېږي، چې دوې ورځې مخکې زیوریچ کې د فیفا مشر د دوو مرستیالانو په شمول اووه چارواکي د فساد هغو تورونو لړ کې ونیول شول، چې په امریکا متحدو ایالتونو کې یې په اړه څېړنې کېږي.

امریکايي چارواکو دې لړ کې تر اوسه د پېسو سپینولو، ټګۍ برګۍ او ونډې اخیستو پر ۱۴ کسانو رسماً تورن کړي دي.

د فیفا یو شمېر چارواکو له نیول کېدو وروسته د اوسني مشر سیپ بلاټر د استعفا غوښتنې هم وشوې، خو نوموړي وویل، چې دی دغې رسوایۍ کې ښکېل نه دی.

پرون ( جمعه ۲۹ مې ) دواړو کاندیدانو ته د رایې کارېدنې له بهیره مخکې د غړو هېوادونو استازو ته د ۱۵ دقیقو لپاره د وینا کولو وخت ورکړل شو.

د پنجشنبې په ورځ د فیفا کلنۍ غونډې ته وینا کې سیپ بلاټر د ' لوبې سپکونکو او شرمونکو شخصي کړنې ' وغندلې.