''له بريد سره سره به د کرېکټ درېيمه لوبه وشي''

د انځور حقوق AFP
Image caption د زمبابوې لوبډلې لپاره سخت امنيتي تدابير نیول شوي دي او د لوبې پر مهال له لوبغالي بهر زرګونه پوليس ځای پر ځای وي

په پاکستان کې چارواکي وايي د لاهور قذافي لوبغالي ته څېرمه ځانمرګي بريد سره سره به له زمبابوې سره دريمه يو ورځنۍ لوبه له مهالوېش سره سمه نن (يکشنبه، مې ۳۱) ترسره کېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير پروېز رشيد له یوه خصوصي تلوېزيوني چينل سره په خبرو کې تاييد کړې، د جمعې پر ورځ هغه مهال چې د پاکستان او زمبابوې لوبه روانه وه ځانمرګی بريد وشو.

دی وايي بريد داسې مهال وشو چې پوليسو ځانمرګی بريدګر ودراوه. په دغه چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي دي.

خو چارواکي وايي له بريد سره سره به دريمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه له مهالوېش سره سمه ترسره کېږي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ يوه وياند ويلي: ''بريد د زمبابوې پر لوبډلې کوم اغېز نه دی کړی او ادامه به ولري''.

په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې پر سريلانکايي لوبغاړو له وسلوال بريد راوروسته دا لومړی ځل دی، چې د ټيسټ کرېکټ درجې لرونکی هېواد پاکستان ته د لوبو لپاره ورځي.

په دغه وسلوال بريد کې اووه کسان ووژل شول او سريلانکا هم خپله دوره لنډه کړه او له هغې راوروسته نورو لوبډلو هم پاکستان ته له ورتلو ډډه وکړه.

پاکستان په تېرو شپږو کلونو کې اړ و، چې خپلې ټولې لوبې په بهر کې وکړي.

د زمبابوې لوبډلې لپاره سخت امنيتي تدابير نیول شوي دي او د لوبې پر مهال له لوبغالي بهر زرګونه پوليس ځای پر ځای وي.

پوليس دغه راز د دواړو لوبډلو لوبغاړي د اوسېدو تر ځايه تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې بیايي.