کرېکټ: د سکاټلنډ ټوله لوبډله په ۲۳۳ منډو وسوځېده

Image caption د سکاټلنډ په توپ وهونکو کې یې کپتان مومسېن تر نورو ښه وځلېد او ۷۷ منډې یې وکړې.

د سکاټلنډ په سټرلېنګ کې د افغانستان او سکاټلنډ د کرېکټ لوبډلو تر منځ د لوبې په درېیمه ورځ سکاټلنډ په ۲۳۳ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې رحمت شاه، سمیع الله شینواری او محمد نبي تر نورو ډېر وځلېدل.

رحمت شا او شینواري درې درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

د سکاټلنډ په توپ وهونکو کې یې کپتان مومسېن تر نورو ښه وځلېد او ۷۷ منډې یې وکړې.

ګارډنر هم نیمه سلیزه پوره کړه او ۵۴ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان توپ وهونکي به اوس د یو څو شېبو په ځنډ توپ وهنې ته راځي.

تر دې وړاندې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې سکاټلند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د دویمې ورځې تر پایه د سکاټلنډ لوبډلې ۲۲۸ منډې کړې وې او اته لوبغاړي یې له لاسه ورکړي و.

سکاټلنډ خپل لومړی لوبغاړی یوازې په ۷ منډو له لاسه ورکړ.

Image caption د دغې سیالي د لومړۍ او دویمې ورځې لوبه هم د باران له امله له ځنډ سره مخ شوې وه.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې سمیع الله شینواري درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

د دغې سیالي د لومړۍ او دویمې ورځې لوبه هم د باران له امله له ځنډ سره مخ شوې وه.

دا د انټرکانټنېنټل کپ په سیالیو کې د افغانستان او سکاټلنډ لومړۍ لوبه ده.

دا لوبه به څلور ورځې دوام وکړي خو دا چې پیل یې د باران له امله وځنډېد اوس ګرانه ښکاري چې لوبه دې پایله ولري.

بل لوري ته د ایرلنډ او متحده عربي اماراتو تر منځ هم څلور ورځنۍ لوبه روانه ده او ایرلنډ په خپل لومړي وار کې تر اوسه ۴۷۰ منډې کړي او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي.

ورته مطالب