"پاکستان او افغانستان ښايي سپتمبر کې کرېکټ لوبه وکړي"

Image caption "افغان لوبډله ښايي تر زمبابوې پاکستان سره سخته لوبه وکړي."

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې د غوراوي کمېټې غړي او د افغانستان د کرېکټ ټیم پخواني روزونکي کبیر خان له بي بي سي پښتو تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې ښايي د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ د روان کال په سپتمبر میاشت کې لوبه ترسره شي.

ښاغلي خان وویل په دې اړه د افغانستان کرېکټ چارواکو د پاکستان کرېکټ بورډ له مشر سره خبرې کړې، د روان کال سپتمبر او اکتوبر میاشتو تر منځ موده کې پاکستان د لوبو فرصت لري او افغان ټیم سره په خپل کور کې لوبېدو ته لېواله دی.

نوموړي وویل پاکستان په کرېکټ کې افغانستان سره د پام وړ مرسته کړې او اوس وخت راغلی چې افغانستان په روان ستونزمن حالت کې پاکستان ته د همکارۍ لاس اوږد کړي ځکه نورې نړیوالې لوبډلې دغه هېواد ته سفر نه کوي.

"زما په اند په اوس وخت کې پاکستان ته تر زمبابوې د افغان لوبډلې سفر او لوبې غوره دي. دا به هم په نړیواله کچه د خلکو ډېر پام ځانته راواړوي او هم به له اقتصادي پلوه ډېره ګټه ولري."

کبیر خان زیاته کړه افغان لوبډله ښايي تر زمبابوې پاکستان سره سخته لوبه وکړي ځکه افغانستان په خپل وروستي سفر کې زمبابوې ته دوی په کور کې یو شمېر ماتې ورکړې وې.

Image caption زمبابوې لومړۍ نړیواله کرېکټ لوبډله وه چې له شپږو کلونو ځنډ وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ.

ښاغلي خان وویل د افغان کرېکټ اداره نوې ده خو لوبډلې یې له نیکه مرغه په کم وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

"مهمه دا ده چې افغانان ښه پلان ولري او په لنډ مهال کې د کرېکټ پر ملي اکاډمیو پام وکړي. دا چې اکاډمیو کې ځوان لوبغاړي روزل کېږي نو اړینه ده چې تکړه او تجربه لرونکي روزونکي ورته وګومارل شي".

د ځوانانو لوبولو په اړه کبیر خان وویل افغانستان لا هم د محمد نبي، حمید حسن او نوروز منګل په څېر د پخوانیو لوبغاړو د ځای نیولو لپاره تکړه نوي لوبغاړي نه دي موندلي.

"د کرېکټ چارواکي باید په داسې پلان کار وکړي چې له مخې یې افغانستان تر موجوده تجربه لرونکو لوبغاړو هم غوره لوبغاړي پیدا او وروزي."

د بنګله دیش لوبډلې پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان د ۳-۰ ماتې او بیا د زمبابوې له خوا په لوبو کې ننګونو ته په اشاره نوموړي وویل، په نړیوال جام کې د پاکستان له پاتې راتلو وروسته هڅه شوې وه چې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي ځکه پر پخوانیو لوبغاړو فشارونه او نیوکې ډېرې وې.

"ستونزه دا وه چې نویو لوبغاړو د نړیوال معیار لوبې نه وې کړې ځکه نو د بنګله دیش پر وړاندې پاتې راغلل او زمبابوې هم له پاکستان سره ښې سیالۍ وکړې".

د نوموړي په اند، دې تجربې وښوده چې پاکستان باید د نویو او ځوانو لوبغاړو تر څنګ په لنډمهال کې تجربه لرونکي او پخواني لوبغاړي هم ولوبوي.

ورته مطالب