لوئیس انریکه بارسلونا کلب سره خپل قرارداد وغځاوه

د انځور حقوق AP

د نړۍ په کچه د فوټبال لوبې مخکښ کلب بارسلونا روزونکي لوئیس انریکه د خپل راتلونکي په اړه پریکړه وکړه او خپل قرار داد یې له دغه کلب سره تر ۲۰۱۷ کال پورې وغځاوه. بارسلونا په لومړي بهیر کې د دغه ۴۵ کلن روزونکي په مشرۍ د لالیګا، اسپانیا اتلوليو او د اروپا د اتلوليو اتل شو.

انریکه د اروپا د اتلانو په نيمه پای لوبه کې د یوونتوس پر وړاندې ۳-۱ بریا وروسته دې ته حاضر نه شو چې له دغه ټیم سره د خپل را تلونکي په اړه خبرې وکړي او همدا د دې لامل شو چې ډېرې ګنګوسې خپرې شي.

خو د سه شنبې په ورځ د بارسلونا د کلپ مشر بارتومئورئیس له انریکه سره د بیا قرارداد په اعلانولو سره دغو ګنګوسو ته د پای ټکی کېښود.

لوئیس انریکه تېر کال دوبي کې د تاتا مورتینو ځای ناستی شو او د پپ ګواردیولادر په څېر د خپل کار په لومړي بهیر کې یو بریالی روزونکی ثابت شو او درې جامونه یې ترلاسه کړل.

ښاغلي بارتومئود وویل:"موږ هوډ لرو چې خپلې سرچینې د نړۍ په کچه د مخکښو لوبغاړو د پام را اړولو لپاره په کار واچو او د نړۍ مخکښ لوبغاړي چې هر څوک یې د پیرلو هیله لري وپیرو."

فیفا تېر کال بارسلونا د لوبغاړو د لېږد رالېږد قانون چې د نویو ځوانو لوبغاړو لپاره طرحه شوی و تر پښو لاندې کولو له کبله له پېر او پلور بې برخې کړ.

ورته مطالب