نوي زيلاند انګلستان ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه

د انځور حقوق getty
Image caption انګستان په ټاکلو ۴۶ اوورونو کې ۳۶۵ منډې وکړې او په ۱۳ منډو يې لوبه وبايلله

د نوي زيلاند کرېکټ لوبډلې په دويمه یو ورځنۍ کرېکټ لوبه کې انګلستان ته د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه او د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې يو يو برابره کړه.

د اوول په لوبغالي کې نوي زيلاند د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

نوي زيلاند په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۸ منډې وکړې، خو لوبه را لنډه شوه او انګلستان ته په ۴۶ اوورونو کې د ۳۷۹ منډو هدف وټاکل شو.

د انګلستان لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او تر وروستېو شېبو داسې نه انګېرل کېده چې ګواکې لوبه دې په يو اړخيز ډول د نوي زيلاند په ولکه کې وي.

انګستان په ټاکلو ۴۶ اوورونو کې ۳۶۵ منډې وکړې او په ۱۳ منډو يې لوبه وبايلله.

د انګلستان له لوري هيلز او مورګين ښه لوبه وکړه. هيلز په ۴۹ توپونو ۵۴ منډې وکړې.

مورګن خورا تېزه او په زړه پورې لوبه وکړه او د ۶ شپږيزو او ۶ څلوريزو پر مټ يې په ۴۷ توپونو ۸۸ منډې وکړې.

تر دې وړاندې د نوي زيلاند لپاره د لوبې پيل لوبډلمشر برېنډن میکلم او مارټن ګپټل وکړ او د دواړو ترمنځ د ۶۱ منډو شراکت وشو.

د نوي زيلاند لپاره ښه لوبه راس ټېلر او کين ويليمسن وکړه او دواړو په دريمه وېکټه د ۱۲۱ منډو شراکت جوړ کړ.

د نوي زيلاند له لوري راس ټېلر د ۱۰ څلوريزو او ۴ شپږيزو پرو مټ ۱۱۹ منډې او ويليمسن د ۱۲ څلوريزو او يوې شپږېزې پر مټ ۹۳ منډې وکړې.

انګلستان خپله لومړنۍ لوبه چې په برمنګهم کې وشوه د ۲۱۰ منډو په توپير له نوي زيلاند نه وګټله.

ټاکل شوې دواړه هېوادونه پنځه يو ورځنۍ لوبې وکړي، چې تر اوسه دواړو دوه لوبې کړي او مساوي شوي دي.

ورته مطالب