فلويډ مې ويدر د نړۍ تر ټولو شتمن لوبغاړی دی

د انځور حقوق Floyd Mayweather
Image caption امریکايي سوکوهونکی فلويډ مې ويدر د نړۍ تر ټولو شتمن لوبغاړی بلل شوی دی

امریکايي سوکوهونکی فلويډ مې ويدر د نړۍ تر ټولو شتمن لوبغاړی بلل شوی دی.

د نړۍ د شتمنو مجلې پر وينا په تېرو ۱۲ مياشتو کې مې ويدر د نړۍ په کچه تر ټولو لوبغاړو زياتې پيسې ګټلې دي.

د کال د شتمنو لوبغاړو لست ښيي چې په تېر يوه کال کې مې وېدر ۳۰۰ ميليون ډالر ګټلي دي. ډېری له دغو پيسو يې د پکيو پر وړاړندې د سوک وهنې له مسابقې تر لاسه کړي دي.

د مۍ مياشت کې د امريکا د نويدا ايالت په مرکز لاس ويګاس کې د فلايډ مې ويدر او مني پکيو تر منځ په زړه پورې سيالي تر سره شوې وه.

دغه لوبه په ټوله نړۍ کې د رسنیو د سر خبر ګرځېدلی و، چې د "پېړۍ لوبه" یې بللې وه او د کتلو لپاره یې نژدې اولس زره کسان ورغلي وو.

د نړۍ د شتمنو لوبغاړو کې دوهم نمبر مني پکيو دی او د ريل ماډريډ لوبغاړي کريسټينو رونالډو په درېيم نمبر ځای لري.

د انځور حقوق FLOYDMAYWEATHER
Image caption فلويډ مې ويدر دغه تصوير "زما نړۍ ته ښه راغلاست" پيغام سره پر ټويټر خپور کړی و

د سپورت لس شتمن ستوري

فلويډ مې ويدر، امريکايي سوکوهونکی ۳۰۰ ميليون ډالر

مني پکيو، فلپينی سوکوهونکی: ۱۶۰ ميليون ډالر

کرېسټيانو رونالنډو، فوټبالر: ۷۹ ميليون ډالر

ليون ميسي، فوټبالر ۷۳ ميليون ډالر

روګر پريډر، ټينس لوبغاړی: ۶۷ ميليون ډالر

ليبورن جمېز: باسکيټبال لوبغاړی ۶۴ ميليون ډالر

کيون ډورنټ: باسکېټبال لوبغاړی ۵۴ ميليون ډالر

فيل ميکلسن، ګولف لوبغاړی ۵۰ ميليون ډالر

ټايګر وډ، ګولف لوبغاړی ۵۰ ميليون ډالر

کوبي براينټ، باسکېټبال لوبغاړی ۴۹ ميليون ډالر