ډيونټې والډر د درانه وزن سوک وهنې اتلولي وګټله

د انځور حقوق AP

امريکايي سوکوهونکي ډيونټې والډر د نړيوالې سوک وهنې د درانه وزن اتلولي، اېرک مولينا ته په ماتې ورکولو وګټله.

دغه د لوبه د امريکا د الاباما ايالت کې ترسره شوه.

۲۹ کلن ډيونټي والډر تېره جنوري مياشت بېرمن سټيورني سره مسابقه لرله او هغه ته يې ماته ورکړه. دا لومړنۍ امريکايي سوکوهونکی دی چې له ۲۰۰۷ کال راهيسې د درانه وزن اتلولي ګټي.

ده تراوسه ټولې ۳۴ لوبې کړي چې يوه يې هم نه ده بايللې.

۳۳ کلن مولينا دوه لوبې بايللې او والډر دی د لوبو په څلورم او پنځم پړاو کې له پښو وغورځاوه.

دوه متره جګ والډر کېدای شي له والډمير کلېټچسکو سره لوبه وکړي چې له ۲۰۰۴ کال څخه يې ماته نه ده خوړلې او د نورو کمربندونو اتلولي لري.