نوي زيلاند انګلستان ته په ۳ وېکټو ماتې ورکړه

د انځور حقوق getty
Image caption د انګلستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د بېټېنګ کولو پرېکړه وکړه او ټوله لوبډله يې په ۴۶ اوور کې د ۳۰۲ منډو په کولو وسوځېده

نوي زيلاند په درېيمه يو ورځنۍ کرېکټ لوبه کې انګلستان ته په درې وېکټو ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ کې ۲-۱ مخکې شو.

انګلستان نوي زيلاند ته د ۳۰۳ منډو هدف وټاکه او مېلمه لوبډلې د کين ويليمسن او راس ټېلر د سليزو پر مټ دغه هدف په ۴۹ اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د دغه ستر هدف د پوره کولو لپاره د نوي زيلاند دوه لوبغاړي هغه مهال وسوځېدل چې د نوي زيلاند ټولې منډې ايله ۳۶ وې.

خو وروسته د نوي زيلاند لوبغاړو لوبه کابو کړه او ويليمسن او ټېلر د ۲۰۶ منډو شراکت جوړ کړ چې کوربه لوبډلې ته په يو سرخوږي بدل شو.

ويليمسن له ۱۱۸ منډو وروسته د وايلي په توپ وسوځېد او ټېلر هم د وايلي په توپ په ۱۱۰ منډو له میدانه ووت.

د انګلستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د بېټېنګ کولو پرېکړه وکړه او ټوله لوبډله يې په ۴۶ اوور کې د ۳۰۲ منډو په کولو وسوځېده.

د انګلستان له لوري ښه لوبه کپتان ايين مورګن وکړه، ده په ۸۲ توپونو د ۴ څلوريزو او ۲ شپږېزو پر مټ ۷۱ منډې وکړې.

ده پر درېيمه وېکټه له روټ سره د ۱۰۵ منډو ملګرتيا وکړه.

د نوي زيلاند له لوري تم ساوتي او بين ويلر درې، درې او مېټ هينري دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې په اوول کې په دويمه یو ورځنۍ لوبه کې نوي زيلاند انګلستان ته د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.

خو د برمنګهم په لومړنی يو ورځنۍ لوبه کې انګلستان بيا نوي زيلاند ته په ۲۱۰ منډو ماتې ورکړه.

ورته مطالب