افغانستان د فوټبال نړیوال جام مقدماتي لوبو کې کمبوډیا ماته کړه

Image caption افغان لوبغاړو د ګول کولو ګڼ فرصتونه لاسته راوړل خو لوبه د سیالي تر وروستیو شېبو صفر صفر مساوي روانه وه.

افغانستان د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي په لومړیو پړاوونو کې نن (جون ۱۶مه) کوربه کمبوډیا ته ۱-۰ ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا لاسته راوړه.

تر دې مخکې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سوریې ته د ۶-۰ په ستر توپیر بایللې وه.

دا د فوټبال نړیوال جام د مقدماتي لوبو په تاریخ کې د افغانستان لومړۍ بریا وه.

افغانستان له دې بریا سره درې نمرې وګټلې او په (اي) ګروپ کې یې دریم ځای خپل کړ.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لورې د منصور فقیریار پر ځای چې ټپي شوی و، فردین کوهستاني د ګول ساتونکي مسولیت درلود.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغان لوبغاړو تونده لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د سیالې لوبډلې پر ګول یې ګڼ بریدونه وکړل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لورې د منصور فقیریار پر ځای چې ټپي شوی و، فردین کوهستاني د ګول ساتونکي مسولیت درلود.

افغان لوبغاړو د ګول کولو ګڼ فرصتونه لاسته راوړل خو لوبه د سیالي تر وروستیو شېبو صفر صفر مساوي روانه وه.

تر هغو چې د لوبې یوازینی ګول افغان لوبغاړي مصطفی ځاځي د سیالۍ په ۸۶مه دقیقه کې ترسره کړ.

افغانستان د دغو سیالیو خپله راتلونکې لوبه د سپټمبر په اتمه د پیاوړې لوبډلې جاپان سره کوي او وروستۍ لوبه به یې له سنګاپور سره وي.

د نن ورځې په بله لوبه کې د پیاوړي جاپان او سنګاپور لوبه په حیرانونکي ډول صفر صفر پای ته ورسېده.

د جاپان لوبډله خورا پیاوړې ګڼل کېده خو سنګاپور وکولی شو لوبه مساوي کړي.

ورته مطالب