افغان کرېکټ بورډ روزونکى انډي مولز لیرې کوي

Image caption د ښاغلي دانش په وینا دوی هیله لري چې نوی روزونکی به له لوبغاړو سره د ژبې او کلتور ستونزې و نه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر نسیم دانش بي بي سي پښتو سره په مرکه کې وویل د لوبډلې د اوسني روزونکي انډي مولز د کار تړون موده نه غځوي او د نوي روزونکي په لټه کې دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه دا پرېکړه یې نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لاسته راوړنو ته له کتنې، او د بورډ له چارواکو او لوبغاړو سره له مشورې وروسته کړې ده.

نوموړي د مولز د کار په اړه وویل دی یو ښه او ډسپلین پلوی روزونکی و.

ښاغلی مولز چې د انګلستان د کورنیو کرېکټ لوبو پخوانی لوبغاړی و، د ۲۰۱۴م کال سپتمبر میاشت کې د هغه مهال د روزونکي کبیر خان له استعفا وروسته د افغان کرېکټ لوبډلې د روزونکي په توګه ګومارل شوی و.

نوموړي تر دې مخکې د کینیا، سکاټلنډ او نیوزیلنډ لوبډلو سره هم د روزنې په برخه کې دندې ترسره کړې وې.

په هغه موده کې چې انډي مولز یې روزونکی و، افغان لوبډلې ۱۴ سیالۍ کړې، او پایلې یې په دې ترتیب دي:

  • دوبۍ کې څلور لوبې عربي متحده اماراتو سره، درې یې بایللې او یوه یې ګټلې.
  • دوبۍ کې دوه لوبې له ایرلنډ سره، یوه یې ګټلې، یوه بایللې او دوه لوبې له سکاټلنډ سره، له دوی هم یوه ګټلې یوه بایللې.
  • نړیوال جام ۲۰۱۵ کې شپږ لوبې، پنځه یې بایللې او له سکاټلنډ یې یوه لوبه ګټلې.

د ښاغلي دانش په وینا افغان کرېکټ بورډ د مولز د ځایناستي لپاره اوسمهال د پاکستان کرېکټ ټیم د ورو توپ اچونې روزونکي مشتاق احمد سره لومړنۍ اړیکې نیولې او له هغه یې تر اوسه مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

Image caption ښاغلی مولز د ۲۰۱۴م کال سپتمبر میاشت کې د افغان کرېکټ لوبډلې د روزونکي په توګه ګومارل شوی و.

د افغان کرېکټ بورډ مشر وویل دوی هیله لري چې نوی روزونکی به له لوبغاړو سره د ژبې او کلتور ستونزې و نه لري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې مشتاق احمد توپ اچونکی و او افغان لوبډله ښايي بیټنګ کې ډېرې روزنې ته اړتیا ولري، نوموړي وویل:

"مشر روزونکی یوازې د بالنګ یا بیټنګ لپاره نه وي بلکې پر اوږدمهالو پلانونو، تمرینونو او توپ نیونې په څېر ډګرونو کار کوي".

د لوبو په اړه یې وویل، افغان لوبډله به په نږدې راتلونکې کې د کرېکټ له بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره یو لړ لوبې ولري.

ښاغلي دانش زیاته کړه: "موږ په اسیا کې د هند، سریلنکا، پاکستان او بنګله دیش لوبډلو او له اسیا بهر زمبابوې ته د لوبو وړاندیزونه کړي او ډېر مثبت ځوابونه مو لاسته راوړي دي".

د کرېکټ بورډ مشر زیاته کړه، ټاکل شوې افغان لوبډله د روان کال سپټمبر میاشت کې زمبابوې ته سفر وکړي او هلته له زمبابوې او ایرلنډ لوبډلو سره درې هېوادیزې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

له دې وروسته به د زمبابوې لوبډله په دسمبر میاشت کې متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبډلې سره څلور یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې کوي.

نوموړي دا هم تاید کړه چې د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو له افغان لوبډلې سره لوبو ته غاړه ایښې او دغه لوبې ښايي د روان کال پای کې یا د ۲۰۱۶م کال پیل کې ترسره شي.

په سکاټلنډ کې د ۲۰۱۶م کال شل اوریز جام غوراوي سیالیو په اړه ښاغلي دانش وویل، افغان لوبډله یوازې د لار موندنې هدف نه لري بلکې غواړي د لوبو دغه لړۍ وګټي.

ورته مطالب