کرېکټ: بنګله دېش هند ته په ۷۹ منډو ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption بنګله دېش اوس د دریو لوبو دغه لړۍ کې یو صفر برلاسی دی او دویمه لوبه به د جون په ۲۱ کېږي

بنګله دېش د یوه ورځنیو کرېکټ لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې هند ته په ۷۹ منډو ماتې ورکړه.

د بنګله دېش میرپور ښار شیر بنګله لوبغالي دغې لوبې کې بنګله دېش د ټاس ' پچې ' له ګټلو وروسته لومړی خپله د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.

بنګله دېش لوبډله و نه توانېده د ټولو پنځوسو اوورنو لوبه وکړي، خو په ۴۹ اعشاریه څلور اووره کې یې ۳۰۷ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبغاړي تمیم اقبال تر ټولو ډېرې ۶۰ منډې جوړې کړې او سومیا سرکار بیا خورا چټکه لوبه وکړه او ۵۴ منډې یې جوړې کړې.

دوی سره شکیب الحسن نیمايي سلیزه جوړه کړه او له ۵۲ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

د ۳۰۸ منډو هدف ته رسېدو لپاره هندۍ لوبډلې ته د ۹۵ منډو په زړه پورې پیل په لاس ته ورغی، خو له هغه وروسته یې د بیټینګ ځواک وتمبید او د ۱۲۸ منډو تر جوړېدو یې نژدې نیمه لوبډله ارام خونې ته ستانه شوي وو.

د هند اننګ کې پنځه لوبغاړي وتوانیدل د منډو شمېرایله دوو عددونو ته ورسوي، چې پکې کوهلې له یوې او کتپان دهوني له پنځو منډو وروسته له لوبغالي بهر شول.

البته د هندې لوبډلې اوپنر روهیت شرما له ۶۵ منډو سره خپلو ملګرو کې مخکښ و.

د بنګله دېش مستفیض الرحمن بیا هغه لوبغاړی و، چې لومړی ځل د خپلې ملې لوبډلې له لوري د نړیوالې لوبې ډګر ته وتلی و او دغه لوبه کې یې پنځه لوبغاړي له لوبې بهر کړل.

نوموړی مین اف د میچ یا غوره لوبغالی وبلل شو.

بنګله دېش اوس د دریو لوبو دغه لړۍ کې یو صفر برلاسی دی او دویمه لوبه به د جون په ۲۱ کېږي.