کرېکټ: پاکستان سريلانکا ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption په دويمه پاړۍ کې د پاکستان لپاره احمد شهزاد او محمد حفيظ لوبې ته راووتل او تر پايه و نه سوځېدل

پاکستان په لومړنۍ پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبه کې سريلانکا ته په لسو وېکټو ماتې ورکړه. د لوبې ګټلو لپاره پاکستان ته د ۸۹ منډو هدف ورکړای شوی و.

د سريلانکا ټوله لوبډله په خپله دويمه پاړۍ/ اننګز کې په ۲۰۶ منډو وسوځېده.

په دويمه پاړۍ کې د پاکستان سپېن يا سوکه توپ اچوونکي ياسر شاه اووه سريلانکايي لوبغاړي وسوځول.

لومړی داسې نه انګېرل کېده چې ګواکې د دغې ټېسټ لوبې دې کومه پايله راووځي، خو د ياسر شاه توپاني توپ اچونې پاکستان ته بری په نصيب کړ.

د نن ورځې په لومړي توپ ياسر شاه پاکستان ته کاميابي ور په برخه کړه.

تر دې وړاندې سريلانکا په خپله لومړۍ پاړۍ کې ۳۰۰ منډې او پاکستان په خپله لومړۍ پاړۍ کې ۴۱۷ منډې کړې وې.

دا چې سريلانکايي لوبغاړي په دويمه پاړۍ کې يوازې د ۲۰۶ منډو په کولو وسوځېدل، پاکستان ته د ۸۹ منډو اسانه هدف ورکړای شو، ځکه پاکستان ۱۱۷ منډې په لومړۍ پاړۍ کې له سريلانکا مخکې و.

په دويمه پاړۍ کې د پاکستان لپاره ياسر شاه اووه، ذوالفقار بابر يو او وهاب رياض دوه سريلانکايي لوبغاړي وسوځول.

په لومړۍ پاړۍ کې د سريلانکا لوبډلې لپاره جې کې سلوا ۱۲۵ منډې وکړې او د پاکستان لپاره اسد شفيق ۱۳۱ مندې وکړې.

د دغه ټيسټ لومړنی ورځ لوبه د باران له امله و نه شوه او دويمه ورځ لوبه يې هم د دوو ساعتونو په ځنډ سره پيل شوه.

پاکستان به له سريلانکا سره درې پنځه ورځنۍ ټيسټ لوبې کوي چې يو صفر له خپلې سيالې لوبډلې مخکې دی.

ورته مطالب