ګالف: سپېت د امریکا ۲۰۱۵ کال پرانیستو سیالیو اتلولي وګټله

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۲۱ کلن سپېت په ۱۹۲۳ کال کې د بابي جونز له بریا وروسته، د امریکا پرانیستو سیالیو تر ټولو د کم عمر ګټونکی دی.

د امریکا جورډن سپېت د دغه هېواد د ۲۰۱۵ کال ګالف پرانیستو سیالیو کې له خورا په زړه پورې لوبې وروسته بریا لاسته راوړه.

د سوېلي افریقا لویس اوستوزېن او د امریکا ډسټېن جانسن په ګډه د سیالیو دوهم مقام خپل کړ.

۲۱ کلن سپېت په ۱۹۲۳ کال کې د بابي جونز له بریا وروسته، د امریکا پرانیستو سیالیو تر ټولو د کم عمر ګټونکی دی.

دغه راز سپېت سږ کال دوه نورې مهمې سیالې او د ماسټرز ګالف لوبې هم ګټلې دي.

له لوبې وروسته نوموړي وویل: "ما ټکان خوړلی خو ډسټن ته هم خپه یم. په یو کال کې دوه سترې سیالۍ ګټل لویه لاسته راوړنه ده او دا راته د ګالف تر ټولو ستونزمنه ازموینه وه".

"په وروستۍ سیالۍ کې زما لوبه ښه نه وه او اړ شوم چې ډېر زیار وباسم".

جانسن وویل: "ما تر خپلې وسې کوښښ وکړ. پر توپ مې ښه شاټونه ووهل خو سوري ته مې په ګرانه غورځولی شو. زه فکر کوم زما شاټونو کې ستونزه نه وه خو بخت را سره یاري و نه کړه".

سپېت چې د نړۍ دوهمه شمېره لوبغاړی دی، په وروستي پړاو کې له جانسن، برنډن ګرېس او د استرالیا له جېسن ډې سره څنګ په څنګ روان و.

جانس یو مهال له سپېته دوه نمرې مخکې و خو وروسته بیا سپېت پر لوبې برلاسی شو.