کرېکټ: انګلستان له نوي زيلاند ۲۰ اووريزه لوبه وګټله

د انځور حقوق Getty
Image caption د انګلستان له لوري ډېوېډ ويلې او مارک ووډ درې، درې مخالف لوبغاړي وسوځول

د بريتانيا په مانچستر ښار کې د انګلستان او نوي زيلاند تر منځ يوازنۍ ۲۰ اووريزه کرېکټ لوبه انګلستان په ۵۶ منډو وګټله.

انګلستان مېلمه لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو هدف ټاکلی و، خو د نوي زیلاند ټوله لوبډله په ۱۳۵ منډو وسوځېده.

دغه لوبه چې په اولډ ټريفورډ لوبغالي کې ترسره شوه انګلستان د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېتنګ کولو پرېکړه وکړه.

انګلستان د جو روټ په زړه پورې لوبې پر مټ په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې وکړې.

جو روټ په ۴۶ توپونو د ۸ څلوريزو او يوې شپږېزې پر مټ ۶۸ منډې وکړې.

د نوي زيلاند توپ اچوونکو سینتنر او مک کلېنګن ميکلم دوه دوه انګليسي لوبغاړي وسوځول.

د دغه هدف د پوره کولو لپاره د نوي زیلاند ټوله لوبډله په ۱۷ اوور کې د ۱۳۵ منډو په کولو وسوځېده.

د نوي زيلاند له لوري له لوبډلمشر برېنډن ميکلم او ويليمسن پرته نور لوبغاړي ښه و نه ځلېدل.

ميکلم په ۱۵ توپونو د ۲ څلوريزو او ۴ شپږيزو پر مټ ۳۵ منډې وکړې او ويليمسن په ۳۷ توپونو چې ۸ څلوريزې په کې وې ۵۷ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ډېوېډ ويلې او مارک ووډ درې، درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې انګلستان له نوي زيلاند نه د يو ورځنيو کرېکټ لوبو لړۍ درې دوه وګټله.

ورته مطالب