د انګلستان ښځينه فوټبال لوبډله نيمه پايلوبو ته ووته

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا لومړي ځل دی چې د انګلستان ښځينه فوټبال لوبډله د نړيوال جام سياليو پايلوبو ته ځان رسوي

د انګلستان ښځينه فوټبال لوبډلې کاناډا ته د ۲ -۱ پر وړاندې ماتې ورکولو وروسته د دې سياليو نيمه پايلوبو ته ځان ويوست.

د ښځينه فوټبال نړيوال جام دغه سيالي د کاناډا هېواد په ونکور کې ترسره شوې. ويل کېږي له ۵۰۰۰۰ زيات کسان د دې لوبو د کتلو لپاره ورغلي وو.

د انګلستان لوبډلې وکولای شوای د لوبې په پيل کې دوه ګولونه وکړي، لومړی ګول جوډي ټېلر او دوهم ګول لوسي برونز وکړ.

د کاناډا لوبډلې ونشوای کړای په پيل کې ښه لوبه وکړي، خو د لوبې په اخر کې يې وکولای شوای يو ګول وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د انګلستان ښځينه فوټبال لوبډله د نړيوال جام اتلوليو نيمه پايلوبو ته وځي او د لوبې کوربه هېواد ته ماته ورکوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د انګلستان ښځينه فوټبال لوبډلې کاناډا ته د ۲ -۱ پر وړاندې ماته ورکړه

انګلستان به د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ له جاپان سره لوبه کوي او دا به د انګلستان لپاره اسانه، نه وي.

د جاپان د ښځينه وو فوټبال لوبډله تکړه او قوي ده تېر ځل يې د فوټبال نړيوال جام اتلولي ګټلې وه.

د ښځينه فوټبال اتلولي دوه ځله امریکا، دوه جرمني، يو، يو ځل ناروې او جاپان ګټلې ده.

انګلستان دری ځله د نړيوال جام لوبو ته لار موندلې خو له منځلوبو يې زيات مزل نه دی کړی دا يې لومړی ځل دی چې پايلوبو ته ځان رسوي.

ورته مطالب