کرېکټ: دویمه ټېسټ لوبه سریلنکا وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان تر دې وړاندې په ګال کې ترسره شوې لوبه ګټلې وه او په دې ډول اوس د دواړو لوبډلو تر منځ د لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي ده.

د سریلنکا په کولمبو ښار کې د پاکستان او سریلنکا د کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځه ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه ټېسټ لوبه سریلنکا وګټله او د دغو لوبو لړۍ یې ۱-۱ برابره کړه.

د لوبې پچه پاکستان ګټلې وه او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

په لومړي وار کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۳۸ منډو وسوځېده.

تر ټولو ډېرې منډې یې د پیل توپ وهونکي محمد حفیظ وکړې.

نوموړی په ۴۲ منډو وسوځېد. د سریلنکا په توپ اچوونکو کې کوشل تر نورو ښه وځلېد او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

په ځواب کې د سریلنکا لوبډلې د سېلوا او کپتان متیوزد ښې توپ وهنې له کبله ۳۱۵ منډې وکړې.

د پاکستان پښتون توپ اچوونکي یاسر شاه ۶ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان په خپل دویم وار کې ۳۲۹ منډې وکړې او په دې ډول یې سریلنکا ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

د سریلنکا لوبډلې دغه کوچنی هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

پاکستان تر دې وړاندې په ګال کې ترسره شوې لوبه ګټلې وه او په دې ډول اوس د دواړو لوبډلو تر منځ د لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي ده.

درېیمه ټېسټ لوبه به راتلونکې اونۍ په پالېکېلې لوبغالي کې ترسره شي.

ورته مطالب