ټنېس: د وېمبېلډن لوبو لومړۍ ورځ

د انځور حقوق AP
Image caption نوواک جاکووېچ د فرانسې پرانېستو سیالیو په پایلوبه کې له ماتې وروسته په لومړي ځل نړیواله لوبه کې ګډون وکړ.

بریتانیا کې د ټنېس د وېمبلډن سیالیو په لومړۍ ورځ دفاعي اتل نوواک جاکووېچ خپله لومړۍ لوبه وګټله.

په ښځینه سیالیو کې سیرینا ویلیمز دویم پړاو ته بریالۍ شوه.

د سرېبیا نوواک جاکووېچ چې تېر کال یې د وېمبېلډن اتلولي ګټلې وه په خپله لومړۍ لوبه کې د جرمني فېلېپ کولشرایبر ته په دریو مخامخ لړلوبو کې ماته ورکړه او دویم پړاو ته ولاړ.

نوواک جاکووېچ د فرانسې پرانېستو سیالیو په پایلوبه کې له ماتې وروسته په لومړي ځل نړیواله لوبه کې ګډون وکړ.

نوموړی به اوس په دویم پړاو کې له لیټن هېوېټ او یا هم له جارکو نیمنېن سره مخامخ شي.

په ښځینه سیالیو کې د نړۍ لومړۍ شمېر لوبغاړې سيرینا ویلیمز هم خپله لومړۍ لوبه وګټله او دویم پړاو ته ولاړه.

په لومړۍ لوبه کې نوموړې له مارګريټا ګسپریان سره مخامخ وه چې په لومړي ځل یې د وېمبېلډن په سیالیو کې ګډون کاوه.

سیرینا ویلیمز چې پنځه ځل یې دا اتلولي ګټلې د سیالي لومړۍ لړلوبه وبایلله خو له هغې وروسته یې دوه پرله پسې لړلوبې وګټلې او د دغو سیالیو دویم پړاو ته ولاړه.

په نورو مهمو لوبو کې د روسیې مریا شراپوا او د بریتانیا لیام بروډي خپلې لوبې وګټلې او په بریالي ډول دویم پړاو ته ولاړل.

ورته مطالب