د ښځو فوټبال نيمه پايلوبه کې د انګلستان زړه ماتوونکې ماته

د انځور حقوق Getty

انګلستان د ښځو فوټبال نړيوالې اتلولۍ نيمه پايلوبه په زړه ماتوونکي ډول وبايلله، چې انګرېزې لوبغاړې لورا باسېټ په کې په اضافي وخت کې په خپله خوا ګول وکړ او جاپان يې ورسره د يکشنبې ورځې پايلوبې ته ورساوه.

د انګلستان لوبډله چې ځان زمريانې بولې، لومړی ځل يې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ پايلوبې ته د رسېدو هڅه کوله، چې که رسېدلې وی، په ۱۹۶۶ کال کې د نارينه وو له اتلولۍ وروسته به د انګلستان دوهم ځل پايلوبه وی.

جاپانۍ ښځو چې د لوبې ډېر وخت يې پر توپ ولکه لرله، د لوبې په ۳۲ مه دقيقه کې پنالټي په ګول واړوله، خو دې برلاسي ډېر دوام ونه کړ، او د انګلستان ښځو هم په ۴۰ مه دقيقه کې د پېنالټۍ په ګول لوبه برابره کړه.

د انګلستان ښځې له بدني پلوه د خپلو جاپاني سيالانو پرتله پياوړې لوبېدې، او داسې ښکارېده چې لوبه د نيم ساعت اضافي وخت ته وغځېږي.

خو چې اصلي وخت پای ته ورسېد او لوبه د درېدو بدل اضافي وخت دويمې دقيقې ته ورسېده، د انګلستان لوبغاړې باسېټ د جاپان هوايي پاس وګرځاوه، او د ګول ساتونکې کرېن بارډزلې تر سر تېر شو، پر ډنډه له لګېدو وروسته د بيا ښکته د ګول کرښې دننه ولګېد.

د انځور حقوق Getty

د انګلستان لوبغاړو لپاره بيا دومره وخت نه و پاتې، چې کومه هڅه په ځوابي ګول بدله کړي، او د پای شپېلي سره انګرېزه لوبغاړې باسېټ په ژړا شوه.

جاپان چې د ۲۰۱۱ کال فوټبال ښځينه اتلولي او بيا يې د لندن ۲۰۱۲ کال اولمپيک ښځينه فوټبال کې د سپينو زرو مډال ګټلی، اوس بيا پايلوبې ته رسېدلې او د تېر ځل پايلوبې تکرار کې به بيا د يکشنبې پر ورځ له امريکا سره لوبېږي.

انګلستان به بيا د درېيم ځای سيالۍ کې د شنبې پر ورځ د جرمنی پر وړاندې لوبېږي.

ورته مطالب