سیرینا ویلیمز ټېنس وېمبلډن سیالیو کې هیتر وټسن ته ماته ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لوبې له پیل وړاندې لا شنونکو د ویلیمز پر وړاندې وټسن خورا کمزورې سیاله بللې وه.

د ټېنس په وېمبلډن سیالیو کې د بریتانیې د درجه بندیو د لومړۍ شمېرې لوبغاړې هیتر وټسن له یوې سختې لوبې وروسته خپله سیالي تکړه لوبغاړې سیرینا ویلیمز ته وبایلله.

۲۳ کلنې وټسن تر ډېره ښه لوبه وکړه خو د وېمبلډن پنځه ځلې اتله پاتې شوې ویلیمز پای کې بریالۍ شوه او لوبه یې له دوو ساعتونو او ۱۵ دقیقو وروسته ۶-۲، ۴-۶ او ۷-۵ وګټله.

اوس به سیرینا ویلیمز له خپلې مشرې خور وینس ویلیمز سره مخامخېږي.

اغلې وټسن وویل: "دا زما لپاره یوه ګرانه لوبه وه. خو ما ډېره ښه لوبه وکړه او ګټې ته مې ځان نږدې کړی و ځکه نو نهیلې یم".

له لوبې وروسته ویلیمز وویل: "که ریښتیا ووایم، فکر مې نه کاوه چې لوبه به زه وګټم. څنګه مې وګټله، نه پوهېږم".

"خو له ځانه سره مې وویل، که ګټل وي که بایلل، باید تر پایه سخته لوبه وکړم".

د نړیوالو درجه بندیو د ۵۹ شمېرې لوبغاړې وټسن، په وېمبلډن کې د بریتانیې وروستۍ ښځینه لوبغاړې وه.

د لوبې له پیل وړاندې لا شنونکو د ویلیمز پر وړاندې وټسن خورا کمزورې سیاله بللې وه.

خو د تمې خلاف، وټسن ډېره ښه وځلېده او تر پایه داسې ښکارېده چې ښايي ویلیمز ته حیرانونکې ماته ورکړي.

د لوبې په وروستي پړاو کې ویلیمز ثابته کړه چې د وټسن په پرتله ډېره تجربه لري او لوبه کې بریالۍ شوه.

ورته مطالب