فوټبال: انګلستان د ښځو نړيوال جام کې درېيم ځای خپل کړ

د انځور حقوق Getty
Image caption دا دريم ځل دی چې فارا ویليمز د ۲۰۱۵ کال د ښځو نړیوال جام کې په پنلټي شوټ ګول کوي

په کاناډا کې د ښځو فوټبال ۲۰۱۵ نړیوال جام کې انګلستان لوبډلې جرمني ته په ماتې ورکولو درېيم مقام خپل کړ.

لوبه په ټاکلي وخت کې سره له دې چې دواړو لوبډلو د يو بل پر ګولونو بريدونه وکړل، پرته له کوم ګول نه پای ته ورسېده.

د اضافي ۳۰ دقيقو ۱۸مه دقيقه وه چې جرمنۍ لوبغاړې د ګول په مخ کې پاول/ خطا وکړه او د انګلستان لوبډلې ته د پنلټي شوټ طلايي چانس په ګوتو ورغی.

د انګلستان لپاره دغه چانس فارا ويليمز په پنلټي شوټ سره په ګول بدل کړ.

دا دريم ځل دی چې فارا ویليمز د ۲۰۱۵ کال د ښځو نړیوال جام کې په پنلټي شوټ ګول کوي.

دا په تېرو ۳۱ کلونو کې لومړی ځل دی چې انګلستان جرمني ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ګټي.

خو له دې سره سره د جرمني د ښځو لوبډله په نړيواله درجه بندۍ کې لومړی ځای لري.

له دې بريا سره به د انګلستان د ښځو لوبډله هم په درجه بندۍ کې له شپږ ځای نه پورته ولاړه شي.

تر دې وړاندې ۲۰ ځله دواړه لوبډلې سره مخامخې شوې وې، خو انګلستان جرمني ته چې دوه ځله يې نړيوال جام ګتلی ماتې نه وه ورکړې.

ورته مطالب