چيلي په لومړي ځل د کوپا امريکا فوټبال جام وګاټه

د انځور حقوق EPA
Image caption چلي په لومړي ځل په ۱۹۱۶ کال کې په کوپا امريکا فوټبال سياليو کې برخه واخيسته او له نژدې ۱۰۰ کاله انتظار وروسته يې دغه جام وګاټه

په چيلي کې د کوپا امريکا فوټبال پايلوبه کې کوربه لوبډلې ارجنټاين ته په ماتې ورکولو په لومړي ځل دغه اتلولي وګټله.

د پایلوبې په لومړۍ او دويمه نيمايي کې هېڅ لوبډله و نه توانېده چې سيالې لوبډلې ته ګول ورکړي سره له دې چې پر يو بل يې ډېر بريدونه وکړل.

په سانتياګو کې دغه پايلوبه خورا په زړه پورې وه، ځکه له ډېرې چټکې لوبې سره سره، پايلوبې په اضافي وخت کې هم پايله نه لرله.

وروسته خبره پنلټي شوټ ته ووته چې چيلي لوبغاړو په کې خپل هېواد او ولس ته خوښي په برخه کړه.

د ارجنټاين له لوري ګونزالو هيګواین خپل پنلټي شوټ خطا کړ او د ايور بنيګا پنلټي شوټ د چيلي ګول ساتونکي براوو راوګرځاوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption ارجنټاين لوبډلې له تېرو ۲۲ کلونو راهيسې د فوټبال د نړیوال جام په ګډون کومه مهمه اتلولي نه ده ګټلې

د ارجنټاين لپاره يوازنی ګول د نړۍ وتلي فوټبالر ليونل ميسي وکړ.

خو د چيلي لپاره فرينډيز، ويډال، آرنګويز او سانجز خپل پنلټي شوټونه بريالي کړل او د کوپا امريکا جام يې خپل کړ.

د لوبې پر مهال د چيلي سلوا، ميدل، ويدال، ډياز او آرنګويز ته ژيړ کارتونه ورکړای شول او د ارجنټاين په لوبډله کې دا کارتونه روجو، ماشيرانو او بنيګا ترلاسه کړل.

چيلي په لومړي ځل په ۱۹۱۶ کال کې په کوپا امريکا فوټبال سياليو کې برخه واخيسته او له نژدې ۱۰۰ کاله انتظار وروسته يې دغه جام وګاټه.

ارجنټاين لوبډلې له تېرو ۲۲ کلونو راهيسې د فوټبال د نړیوال جام په ګډون کومه مهمه اتلولي نه ده ګټلې.

د چيلي او ارجنټاين له لوبې وړاندې د دريم مقام لپاره لوبه کې پيرو پاراګوای ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چلي لوبډلې پلويان د خپلې لوبډلې تاريخي او په زړه پورې بريا لمانځي

ورته مطالب