چیلي د کوپا امریکا فوټبال سیالیو پایلوبه کې ارجنټاین ته ماته ورکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا په تېره نږدې یوه پېړۍ کې د کوپا امریکا فوټبال سیالیو کې د چیلي لومړۍ ستره بریا وه.

چیلي د کوپا امریکا فوټبال سیالیو پایلوبه کې له یوې سختې لوبې وروسته خپلې سیالې او پیاوړې لوبډلې ارجنټاین ته په پنالټیو ماته ورکړه.

دا د فوټبال په تاریخ کې په کور دننه د چیلي لپاره لومړۍ ستره بریا ده.

د لوبې په ۹۰ دقیقو او بیا اضافي ۳۰ دقیقو کې دواړو لوبډلو ګول و نه شو کړای.

د پنالټیو مرحله کې په ظاهره د ارجنټاین لوبغاړي وارخطا ښکارېدل چې پایله کې یې چیلي لوبه ۴-۱ وګټله.

له لوبې وړاندې شنونکي په دې اند وو چې ارجنټاین ښايي په اسانۍ چیلي ته ماته ورکړي خو چیلي د تمې خلاف خورا ښه لوبه وکړه.

دا په تېره نږدې یوه پېړۍ کې د کوپا امریکا فوټبال سیالیو کې د چیلي لومړۍ ستره بریا وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لیونل میسي یو ځل بیا خپل هېواد ته د مهمو اتلولیو په ګټلو کې پاتې راغی.

دواړو لوبډلو د خپلو پنالټیو پر لومړیو شوټونو ګولونه وکړل چې د ارجنټاین له خوا د بارسلونا کلب تکړه او مشهور لوبغاړي لیونل میسي ګول وکړ.

خو د ارجنټاین دوهم شوټ په ګول و نه لګېد.

لیونل میسي یو ځل بیا خپل هېواد ته د مهمو اتلولیو په ګټلو کې پاتې راغی.

تېر کال هم نوموړی د ارجنټاین د هغې لوبډلې برخه و چې د فوټبال نړیوال جام پایلوبه یې جرمني ته وبایلله.

میسي د کوپا امریکا سیالیو په نیمه پایلوبه کې خورا ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په مټ یې ارجنټاین پاراګوای ته ۶-۱ ماته ورکړه.

خو په پایلوبه کې یې خپله لوبډله له ماتې و نه شوای ژغورلی.

ورته مطالب