له نهه کلن ځنډ وروسته د ټېسټ لوبو لومړی بری

د انځور حقوق AP
Image caption په ټېسټ لوبو کې د یونس خان د منډو شمېر ۸۸۱۴ ته ورسېد.

د سریلنکا په خاوره د پاکستان کرېکټ لوبډلې له ۹ کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د ټېسټ یا پنځه ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.

پاکستان تېر ځل په ۲۰۰۶م کال کې د انضمام الحق په کپتانۍ په سریلنکا کې له هغوی د ټېسټ لویو لړۍ ګټلې وه.

د پالېکېلې په لوبغالي کې په درېیم او وروستي ټېسټ کې پاکستان د ۳۷۷ منډو هدف یوازې په دریو لوبغاړو پوره کړ او نوی رېکارډ یې جوړ کړ.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان په ټېسټ لوبه کې دومره لوړ هدف پوره کوي.

په نړیواله کچه دا شپږم لوړ هدف دی چې کومه لوبډله یې په ټېسټ لوبه کې تر لاسه کوي.

پاکستان تر دې وړاندې په ۱۹۹۴م کال کې د اسټرالیا پر وړاندې د ۳۱۵ منډو هدف پوره کړی و چې هغه مهال رېکارډ و.

په دغه سیالي کې تر ټولو د پام وړ لوبه د پاکستان د تکړه توپ وهونکي یونس خان وه چې ۱۷۷ منډې یې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

پر نوموړي سربېره د پاکستان بل توپ وهونکي شان مسعود هم سلیزه پوره کړه او د دواړو تر منځ له ۲۰۰ د ډېرو منډو ملګرتیا وشوه.

په ټېسټ لوبو کې د یونس خان د منډو شمېر ۸۸۱۴ ته ورسېد.

د پاکستان له لوري په ټېسټ سیالیو کې د ډېرو منډو رېکارډ د جاوېد میانداد په برخه دی چې ۸۸۳۲ منډې یې کړي.

یونس خان د جاوېد میانداد رېکارډ ماتولو لپاره یوازې ۱۹ منډو ته اړتیا لري.

دا د کپتان په توګه په ټېسټ سیالیو کې د مصباح الحق ۱۸م بری و.

نوموړي په ۳۹ ټېسټ لوبو کې د پاکستان لوبډلې کپتاني کړې.

ورته مطالب