ورزش څه وخت خطرناک وي؟

د انځور حقوق AFP

زیاتره کسان په دې پوهیږي چې د خپلې روغتیا لپاره باید حرکت او خوځښت ولري، نو د هر عمر لرونکي لپاره سپورت کول کوم عجیب کار نه دی. خو دا چې هره ورځ یا په اونۍ کې څومره ورزش وشي باید د شخص د بدني وړتیا او عمر له مخې وخت او قوت وټاکل شي.

طبی کارپوهان د لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره په اونۍ کې ۱۵۰ ساعته نرم یا ورو سپورت کولو وړاندیز کوي، خو د سپورت بڼې ته په کتو کیدای شي دا وخت یو څه زیات شي. که څه هم روغتیايي لارښودونه خلک سپورت کولو ته هڅوي خو له اندازې زیات او د ډېر فشار لارښونه نه کوي.

د سخت او شدید ورزش کولو له امله د زړه د ناروغیو د ډېرېدو خطر امکان شته.

که د ځغاستې یا بایسکل ځغلولو لپاره سخت تمرین کیږي نو ښايي د لنډې مودې لپاره پر زړه او د وینې پر رګونو اغېز ولري. څېړنې ښيي هغه کسان چې سخت او دوامدار ورزش کوي نو د زړه رګونه یې کلکیږي، چې د رګونو کلکېدل د زړه په درېدو او یا هم د زړه د ټکانونو په نامنظم کولو کې رول لري.

په لنډه توګه ویلای شو چې د بېلابېلو کسانو لپاره زیات او سخت سپورت کول هم جلا پایلې لري. عمر، د ناروغۍ مخینه او د ژوند بڼې خپلې اغېزې لري. خو په دې خبره پوهېدل چې زیات سپورت کول څه وخت بدن ته زیان اړوي دېر مهم دي.

هر انسان تل باید سپورت وکړي، آن که ډېر لږ هم وي، تر نه کولو یې لږ سپورت هم غوره دی.

ورته مطالب