افغانستان اماراتو ته په اتو وېکټو ماته ورکړه

افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرېکېټ شل اوريزې نړيوالې اتلولۍ غوراوي سياليو کې د سکاټلنډ په اډنبره کې متحدو عرب اماراتو ته په اتو وېکټو ماته ورکړه، په داسې حال کې چې ۱۶ توپونه ورته لا پاتې وو.

د متحدو عربو اماراتو لوبډلمشر د پچې په گټلو لومړى منډو ته ملا وتړله.

اماراتي لوبغاړو خورا تېز پيل وکړ او په لومړيو شپږو اوورونو کې يې ٥٨ منډې وکړې او څوک يې ونه سوځېدل.

داسې ښکارېدل چې امارات به خورا لوى هدف وټاکي.

خو د ميرويس اشرف په راتگ نه يوازې د منډو مخه ډب شوه بلکې لوبغاړي يې هم وسوځېدل.

ميرويس په څلورو اوورونو کې د يوازې ٢١ منډو په ورکولو دوه لوبغاړي وسوځول.

دولت ځدراڼ که څه هم په خپلو لومړنيو دوو اوورونو کې يوازې ١٠ منډې ورکړې وې خو په وروستيو دوو اورونو کې يې ٣٦ منډې ورکړې او يوازې يو کس يې وسوځاوه.

حميد حسن د ٢٩ منډو په ورکولو دوه کسه له لوبغالي ستانه کړل.

محمد نبي او شرف الدين اشرف هم ښه بالېنگ وکړ خو په حيرانوونکې توگه سميع الله شينواري ته د بالېنگ موکه ورنه کړل شوه.

اماراتو په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدا ١٦٤ منډې وکړې.

دوى په خپله لومړنۍ لوبه کې د کوربه سکاټلنډ په وړاندې يوازې ١٠٩ منډې کړې وې او داسې ښکارېده چې افغان منډه جوړونکو ته به سرخوږى جوړ کړي.

خو محمد شهزاد يوازې په ٤٣ توپونو ٧٤ منډې وکړې او د افغان بري بنسټ يې کېښود.

نوروز منگل بل سوځېدونکى افغان لوبغاړى و چې ١٥ منډې يې کړې وې.

کپتان اصغر او سميع الله شينواري په يوازې اوو اوورونو کې ٦٩ منډې وکړې او لوبه يې په اسانۍ وگټله.

اصغر ٤٤ او سميع الله شينوارى په ٣٠ منډو ناسوځېدلي پاتې شو او افغان لوبډلې لا هم ١٦ توپونه لرل.

د افغانستان درېيمه لوبه د يکشنبې پر ورځ (د جولاى ١٢ مه) له کوربه سکاټلنډ سره کوي.

په دغه گروپ کې سکاټلنډ ښايي افغان لوبډلې ته لوى سرخوږى جوړ کړي.

دغه درېيمه لوبه ښايي د گروپ گټونکى هم څرگند کړي.

د ۲۰۱۶ کال شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره غوراوي دې سياليو کې افغانستان په بي ګروپ کې له هالنډ، متحده عرب امارات، سکاټلنډ، کېنيا او عمان سره دی.