کرېکټ: د افغانستان او کېنیا لوبه لغوه شوه

د انځور حقوق d
Image caption افغانستان اوس مهال ۷ پواینټه لري او د خپل ګروپ (بي) په سر کې راځي.

راتلونکی کال د کرېکټ نړیوالو شلو اوریزو اتلولیو ته د لارموندنې پړاو په سیالیو کې نن د افغانستان او کېنیا تر منځ لوبه د باران له امله لغوه شوه.

نن (دوشنبه جولای ۱۳) د افغانستان څلورمه لوبه وه.

دوی تر دې وړاندې هالند، متحدو عربي اماراتو او کوربه سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان اوس مهال ۷ پواینټه لري او د خپل ګروپ (بي) په سر کې راځي.

کېنیا د پنځو پواینټونو په لرلو په دویم نمبر دی.

افغانستان له وړاندې د دغو سیالیو منځلوبو ته لار موندلې.

ورته مطالب