لېورپول او سټي د سټرلېنګ پر تړون سلا شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption رحیم سټرلېنګ د لېورپول له مخکښو لوبغاړو ګڼل کېږي

د انګلستان پرېمیرلیګ مخکښې لوبډلې لېورپول د مانچسټر سټي لخوا د سټرلېنګ رانیولو لپاره د ۴۹ مېلیون پاونډو وړاندیز منلی دی.

رحیم سټرلېنګ د لېورپول له مخکښو لوبغاړو ګڼل کېږي او که د دواړو لوبډلو تر منځ تړون پر مخ ولاړ شي نو نوموړی به د انګلستان د فوټبال غوره لیګ دویم تر ټولو په لوړه کچه پلورل شوی لوبغاړی شي.

سټرلېنګ د تېر لوبیز کال پر مهال د لېورپول لخوا وړاندې شوی تړون ونه مانه او له روزونکي برېنډن راجرز سره یې د یو لړ مخالفتونو او ستونزو راپورونه ورکړل شول.

د رپوټونو تر مخه نوموړی په لېورپول کې خوښ نه و او هڅه یې کوله چې د پرېمیرلیګ کومې بلې مخکښې لوبډلې او یا هم کومې اروپايۍ لوبډلې ته ولاړ شي.

لېورپول تر دې وړاندې د مانچېسټر سټي له لورې دوه وړانديزونه رد کړي و خو د رپوټونو تر مخه دغه نوی تړون یې چې شاوخوا ۷۶ مېلیون امریکايي ډالرو په بیه دی منلی.

لېورپول تېر کال د برید تکړه لوبغاړی لویز سوارېز پلورلی و او ورسره یې سم په تېر لوبیز کال کې لوبډله ونه توانېده ښه ولوبېږي.

د فوټبال د ډېرو شنونکو په اند د سټرلېنګ له تلو وروسته که لېورپول د هغه ځای ناستی لوبغاړی ونه شي پلورلی نو ښايي راتلونکي لوبیز کال کې بیا له ورته ستونزو سره مخامخ شي.

بل اړخ ته د لوبغاړو د پېر پلور کړکۍ کې پر لېورپول او سټي سربېره مانچېسټر یونایټېډ هم خورا فعال دی.

مانچېسټر یونایټېډ د جرمني ستوری باسشن شوانزټایګر د ۱۴.۴ مېلیون پاونډو په بیه له جرمنۍ لوبډلې بایرن میونېخ نه وپېره.

دوی پر هغه سربېره مېمفېس ډېپی هم پېرلی او د ریال مادرید د دفاع لوبغاړي سرجیو راموس د پېرلو لپاره یې هم وړاندیز کړی.

ورته مطالب