کرېکټ: عمان افغانستان ته په ۴۰ منډو ماتې ورکړه

Image caption افغانستان خپلې لومړۍ درې لوبې ګټلي او یوه یې د باران له امله لغوه شوې وه.

د ۲۰۱۶م کال د کرېکټ ۲۰ اوریزو اتلولیو ته د لار موندنې په پړاو کې نن عمان افغانستان ته په ۴۰ منډو ماته ورکړه.

دا په روانو لوبو کې د افغانستان لومړۍ ماته ده.

عمان لومړی منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې محمد نبي درې او افتاب عالم دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د هدف په تعقیب کې په ۱۸م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د افغانستان په توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې محمد شهزاد وکړې.

نوموړي د ۵ څلوریزو او یوې شپږيزې پر مټ په ۱۹ توپونو ۲۸ منډې وکړې.

افغانستان خپلې لومړۍ درې لوبې ګټلي او یوه یې د باران له امله لغوه شوې وه.

افغانستان به د ګروپ پړاو خپله وروستۍ لوبه له کاناډا سره د شنبې په ورځ ترسره کړي.

ورته مطالب