کرېکټ: د افغانستان او کاناډا لوبه لغوه شوه

د انځور حقوق BBC World Service

د ۲۰۱۶ کال کرېکټ شل اوريزې نړيوالې اتلولۍ غوراوي سياليو کې نن شنبې (۱۸ جولای) د افغانستان شپږمه لوبه له کاناډا سره وه، چې د اورښت له کبله لغوه شوه.

د کرېکټ نړيوالې شورا د قانون پر بنسټ دواړو ټیمونو ته یوه یوه نومره ورکړل شوه.

تر دې مخکې د افغانستان او کينيا لوبه هم د اورښت له کبله نه وه شوې.

دوی وړاندې هالنډ، متحدو عربي اماراتو او سکاټلنډ ته ماته ورکړې ده. افغانستان يوه لوبه عمان ته بايللې ده.

اوس مهال افغانستان اته نومرې لري او خپل ګروپ (بي) کې دريم ځای لري.

په دې ګروپ کې سکاټلنډ او هالنډ د ۸ - ۸ نومرو په لرلو لومړی او دویم ځای خپل کړی.

افغانستان به د دوشنبې په ورځ د (اې) ګروپ له یوه ټیم سره لوبه کوي.