ټینس: انډي مري د ډېوېس جام نیمه پایلوبې ته لار ومونده

د انځور حقوق PA
Image caption مري دغه لوبه د ۴-۶، ۷-۶ (۷-۵)، ۶-۳ او ۶-۰ په توپیر وګټله.

د ټینس ډېوېس کپ سیالیو کې د انګلستان انډي مري د فرانسې جایلز سایمن ته له یوې سختې لوبې وروسته ماته ورکړه او ځان یې د ډېوس کپ سیالیو نیمه پایلوبې ته ورساوه.

دا په تېرو ۳۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې د انګلستان یو لوبغاړی د ډېوس جام نیمه پایلوبې ته لار مومي.

په نیمه پایلوبه کې به انګلستان له استرالیا سره مخامخېږي.

مري دغه لوبه د ۴-۶، ۷-۶ (۷-۵)، ۶-۳ او ۶-۰ په توپیر وګټله.

نوموړی له سیالۍ وروسته په ظاهره خورا ستړی ښکارېده.

یو مهال په لوبه کې جایلز برلاسی و او داسې برېښېده چې ګواکې مری د لوبې انرژي نه لري.

خو په پای کې مري لوبه په ډرامتیک او په زړه پورې ډول وګټله.

نوموړي دغه سیالي په دریو ساعتونو او ۲۶ دقیقو کې وګټله.

له لوبې وروسته مري وویل: "څرګنده ده چې له بریا وروسته ډېر خوښ یم، په دوهم پړاو کې زما لوبه دومره ښه نه وه".

"ما هڅه وکړه د خپلې لوبې ستراتېژي بدله کړم. پیل کې مې ډېرې تېروتنې وکړې او جایلز خورا ښه لوبه وکړه."

وروستی ځل انګلستان د ډېوېس جام سیالۍ په ۱۹۳۶ کال کې د استرالیا پر وړاندې د ۳-۲ په توپیر ګټلې وې.

په ۱۹۷۸ کال کې یې امریکا ته پایلوبه د ۴-۱ په توپیر او په ۱۹۸۱ کال کې یې نیمه پایلوبه ارجنټاین ته د ۵-۰ په توپیر بایللې وه.

ورته مطالب